لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې غیر اعلانیه مارشل لا ده


دحکومت مخالفو ګوندونو دائتلاف پي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي دا وخت په پاکستان کې غیر اعلانیه مارشل لا ده. هغه غوښتلي عمران خان دې څوکۍ او پوځ دې دده کمک کول پرېږدي، بیا د سره دې انتخابات وشي، هغه وویل دوي یواځې حکومت نه:

“دا نظام بدلول غواړي”

مولانا فضل الرحمان په اسټبلشمنټ (پوځ) غږ کړی دی چې دعمران خان د ناجائزه حکومت دملاتړ نه لاس واخلي اؤ په ډاګیز ډول دې ووایي چې:

” مونږ ددې حکومت سره نه یو”

هغه وویل څوک دې ترې دا تمه نه ساتي چې دويي به غلا ته غلا نه وايي:

“دې حکومت ته منتخب نه شم ویلی”

ټاکل شوې ده چې دمخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي ایم نن(اتوار) دپنجاب سرښار لاهور کې دحکومت په ضد دخپلو پیل کړل شوؤ احتجاجي جلسو دلړۍ وروستۍ جلسه کوي اؤ له دې جلسې وړاندې د پي ډي ایم مشرانو حکومت سره دخبرو اترو ټول وړاندیزونه رد کړي دي.

دوائس اف امریکه خبریالې عائشه تنظیم سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ویلي ناجائزه ته به ناجائزه ویل اؤ د ولس دغږ سره به غږ یو کول وي.

کله چې دهغه څخه پوښتنه وشوه ایا یوازې دعمران خان په استعفا به خبره جوړه شي ؟ مولانا فضل الرحمان “نا زما په فکر دا نظام به بدلول وي، زمونږ غوښتنه دټولټاکنو ده،

دمخالفو ګوندونو ائتلاف پي‌ ډي‌ ایم تور لګوي چې دعمران خان حکومت د ولس په ووټونو نه دی جوړ شوی بلکې ټولټاکنو کې د ټګۍ دلارې اسټیبلشمنټ( پوځ اؤ خفیه ادارو) عمران خان واک ته رسولی دی.

خو پوځ داپوزیشن ګوندونو دا نیوکې رد کړي اؤ دریځ لري چې په سیاست کې هیڅ مداخله نه کوي.

مولانا فضل الرحمان وایي “ترڅو چې هغوئ (اسټبلشمنټ) دحکومت پشا ولاړ وي نو مونږ به چاته ګیله کوؤ”

مولانا فضل الرحمان د روان کال په اوږدو کې دحکومت په ضد اسلام اباد ته دخپل ګوند جمعیت علماء اسلام(ف) یو ستر احتجاجي لاریون هم کړی ؤ اؤ دعوه یې کوله چې ددې لاریون په پائیله کې به حکومت له مینځه یوسي خو بیا یې خپل دغه لاریون پرته له کومې نتیجې پائ ته رسولی ؤ.

تیره شپه دپاکستان یو شخصي ټيلي ويژن سره مرکه کې مولانا فضل الرحمان ویلي اسلام اباد ته کې یې خپل لاریون” دشریفو خلکو “په وینا ختمه کړې وه ځکه چې” شریفو” خلکو ورسره ژمنه کړې وه چې هغوئ به دمارچ میاشت کې سر دوباره ټولټاکنې وکړي.

هغه ده ده سپینه کړې چې شریفو خلکو نه یې مراد څوک دي، اسلام اباد کې دمولانا فضل الرحمان د احتجاجي پرلت په مهال څېړونکو دعوې کولې چې هغه ته داستخباراتي شبکو لخوا دحکومت ختمولو اشاره ورکړل شوې ده.

په ۲۲م نومبر پېښور کې دپي‌ ډي‌ ایم جلسې ته خپله وینا کې په پوځ ا کلکې نیوکې کړې وې اؤ هغوئ ته په مخاطبه یې ویلي وؤ:

“که تاسو وایئ چې مونږ دفاعي اداره یو نو بیا ددې حکومت دملاتړ نه پشا شئ اؤ زمونږ سره ودریږي”

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

بل لور ته عمران خان ويلي د مخالفه ګوندونو سره ټولو خبرو ته تیار دی علاوه د اېن ار او نه.

عمران خان ویلي پوځ يې د حکومت ملاتړ کړی د پوځ سره يې هيڅ مسله نشته، هغه ويلي غوښتل يې چې د افغانستان مسله د خبرو د لارې هواره شي پوځ يې په دغه خبره کې هم ملاتړ کړی دی.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.خو دا تحریک وایي چې د ووټ دتقدس بحالۍ اؤ دموجوده حکومت دختمولو دپاره مبارزه کو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG