لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنس له منځني ختیځ څخه خپل سفر راونغاړه


د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس اسرایلو ته د خپل سفر پرمهال د لوړ پوړو اسرایلو چارواکو سره ولیدل، پارلمان ته یې وینا وکړه او د بیت المقدس سپېڅلي ښار ته ولاړ.

پېنس د اسرایلو پارلمان ته د وینا پر وخت وویل، چې امریکا به خپل سفارت په راتلونکي کال کې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.
د ټرمپ ادارې تر دې مخکې ویلي وه چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال به ښايی څو کاله وخت ونیسي.

" ولسمشر ډانلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد په برخه کې دې په بیړه چمتوالی ونیسي. امریکا به د راتلونکي کال له پای څخه دمخه په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیزي. "

د اسرایلو مشرانو ددغه پیغام هرکلی وکړ. د اسرایلو د پارلمان مشر یولي ایډل سټاین امریکا غږ ته وویل، نور هېوادونه به هم په دې برخه کې ډیر ژر د امریکا په پل باندې پل کیږدي.

" ماته د اروپايي ټولنې له ګڼو پارلمانونو څخه ټیلیفونونه وشول او راته یې وویل چې هغوی له مونږ سره دي او هغوي هم په دې برخه کې کار کوي او زه هیله لرم چې دوی به هم د ځمکنیو حقایقو پر بنسټ ګام پورته کړي او د امریکا دریځ خپل کړي. "

د مخالفینو مشر ایزیک هرزاګ د پېنس دغه اعلان وستایه خو وویل، چې د اسرایلو د پولو پرسر باید له فلسطینیانو سره خبرې وشي ځکه هغوی هم غواړي چې په ختیځ بیت المقدس کې د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه جوړه کړي.

د بیت المقدس د برخلیک په اړه په یو اړخیزه توګه د ډانلډ ټرمپ د دریځ تر اعلانېدو راوروسته دا لومړی ځل دی چې یو جګ پوړی امریکايي چارواکی منځني ختیځ ته سفر کوي خو په نادره توګه فلسطیني مشرانو له پېنس سره له لیدنې انکار کړی.

د فلسطین د خپلواکۍ له تنظیم څخه حنان اشراوي وویل:

" فلسطیني مشرانو حتی په اردن او مصر کې له چارواکو هم وغوښتل چې له پېنس سره دې نه ګوري ځکه دوي د بیت المقدس مسله د مذاکراتو له مېز څخه وویستله او یرغلګر اسرایل ته یې ورکړ. "

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په منځني ختیځ کې د سولې راتلل یې د ولسمشرۍ له لومړیتوبونو څخه دي.

فلسطینیانو په څرګندو ټکو ویلي دي، چې دوی په امریکا باور نه لري.

د غزې د تراډې یو اوسېدونکی خلیل فلاني وايي:

" مونږ غواړو د امریکا د ولسمشر مرستیال ته دا پیغام ورسوو چې د امریکا د ادارې لخوا ټولې ژمنې بې معنی وې او ترې د فلسطینیانو سره د سپینې ماڼۍ کرکه او نفرت څرګندیږي. "

له فلسطیني کډوالو سره د امریکا د مرستو د بندیدو په اړه د ټرمپ پرېکړه په امریکا د فسطینیانو بې باوري نوره هم زیاتوي.

فلسطیني مشرانو ویلي دي، دوی به د سولې په راتلونکو خبرو او هڅو کې د امریکا منځګړیتوب و نه مني.

دا لا څرګنده نه ده چې امریکا به د فلسطینیانو ددې دریځ د بدلېدو لپاره څه کوي؟

XS
SM
MD
LG