د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس نن د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفون باندې خبرې کړې دي.
له سپینې ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلي پېنس د کابل د وروستیو بریدونو له امله له افغانستان سره غمرازي ښودلې او د افغان امنیتي ځواکونو اتلولي یې ستایلې ده.
مایک پېنس دا هم ویلي دي چې له داسې بریدونو د ترهګرو بربریت او بزدلي (ډار) له ورایه څرګندیږي.
پېنس دا هم ویلي دي چې امریکا به د افغانستان د ملي یوالي له حکومت څخه خپل ملاتړ لا ځواکمن کړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال او افغان ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلکو اړیکو د لرلو په برخه کې یو ځل بیا خپل هوډ څرګند کړی.