لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټکان: افغانستان نه د امریکې د انخلا په مهال د کابل هوايي ډګر سره نژدې د داعش د حملې مخنیوی ممکن نه و


د کابل هوايي اډې سره نژدې دغه حمله په داسې مهال په شوي وه چې په کابل طالبانو د واکمنېدو ورسته امریکايي ځواکونو افغانستان نه امریکايي شهریان او د امریکې مرستیالان ویستل او د هوايي اډې سره نژدې هېواد نه د وتلو خواهشمند د زرګونو په شمېره کې افغانان موجود وو
د کابل هوايي اډې سره نژدې دغه حمله په داسې مهال په شوي وه چې په کابل طالبانو د واکمنېدو ورسته امریکايي ځواکونو افغانستان نه امریکايي شهریان او د امریکې مرستیالان ویستل او د هوايي اډې سره نژدې هېواد نه د وتلو خواهشمند د زرګونو په شمېره کې افغانان موجود وو

افغانستان نه د امریکې د انخلا په مهال د کابل هوايي ډګرسره نژدې د خونړۍ حملې په اړه د امریکايي پوځ په تحقیقاتو کې معلومه شوي ده چې ځانمرګي حمله کوونکی یوازې و، د ځان پورې یې 20 پونډه چاودېدوونکي مواد او د بېرنګونو دانې تړلې وې، د حملې مخنیوی نشو کېدلی او په حمله کې د 170 نه زیات افغانان او 13 امریکايي عسکر وژل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې د تېر کال د اګست په 26 د حملې ذمه واري منلې ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان کې امریکايي پوځی مامورینو د کابل د حملې په اړه تفصیلات ورکړل او ویې وېل دا لومړی خبرونه سم نه وو چې په حمله کې ډزې هم شوې وې.

جنرل فرېنک مېکېنزي، د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسولیت هم په غاړه لري، وویل د کابل هوايي ډګر سره نژدې یو بم لږ تر لږه 170 افغانان او 13 امریکايي عسکر ووژل.

هغه وویل دا چې دغه حمله څومره مهلک وه؟ د دې نه ثابتیږي چې د عسکرو زغرو او هېلمټونو ګڼ شمېر عسکر د زخمي کېدو نه بچ کړل خو د بدن هغه برخې چې پټې نه وي سختي ژول شوي دي.

تحقیق کوونکي داسې ښکاري چې طالبانو د حملې په اړه پېشګي معلومات نلرل، دا چې احتیاطي تدبېرونه نیول شوي وو او په دغه ورخ د ممکنه حملې په اړه چې استخباراتي معلوماتو ګردش کولو کره نه وو.

د حملې په اړه د تحقیقات کوونکي ډلې مشر برېګېډیر جنرل لېنس کرټېس د دوی د تحقیقاتو په بنیاد دا وېلی شي چې د حملې مخنیوی ممکن نه و.

هغه وویل په هغه وخت په کابل کې موجودو پوځي افسرانو د امنیت مناسب ګامونه اخیستلي وو او وخت په وخت به یې د هوايي ډګر دروازه بندوله او افغانستان نه د تلوونکو کسانو تګ به یې هم ځڼدولو.

د پوځي مامورینو ترمخه د ځانمرګي بم چاودنې وروسته چې کومې ډزې اورېدل شوي وې دا امریکايي او برطانوي ځواکونو د خبرادارۍ دپاره کړي وې او څوک ترې نه وو لګیدلي.

د ای پي د خبر نه دا نه معلومیږي چې ایا تحقیقاتي رپورټ کې د داعش د حملې منلو په اړه څه وېل شوي دي او که نا؟

د کابل هوايي اډې سره نژدې دغه حمله په داسې مهال په شوي وه چې په کابل طالبانو د واکمنېدو ورسته امریکايي ځواکونو افغانستان نه امریکايي شهریان او د امریکې مرستیالان ویستل او د هوايي اډې سره نژدې هېواد نه د وتلو خواهشمند د زرګونو په شمېره کې افغانان موجود وو.

امریکايي مامورینو به وېل چې د هوايي ډګر په دروازه ماموین عسکر د خطر نه ډکه ذمه واري ترسره کوي. د اګست د 15 نېټې نه د اګست تر 30 نېټې پورې امریکايی ایتلاف 126000 خلک د افغانستان نه راوېستلي دي.

یادونه: دا خبر د ای پي نه اخیستل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG