لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنټګان: چین په اېټمي وسلو کې په چټکتیا اضافه کوي


د شورو، چهارشنبې، په ورځ د واشنګټن د اېسپېن انسټېټیوټ یوې دستورې ته د امریکې د پوځي مشرانو مشترکه کمیټۍ مشر جنرل مارک مېلي وویل په وسلو کې د چین جدت د جدید دور په جنګي طریقه کار کې بنیادي بدلون دی

د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان په یو رپورټ کې ویلي د چین په ایټمي وسلو کې د یو کال وړاندې د اندازې نه زیاته په چټکتیا اضافه کېږي او په وسلو کې د جدت دلارې به چین په تایوان کې د زیات اعتماد وړ پوځي عملیات کولی شي.

پېنټګان د امریکې کانګرس ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چین پوځي قوت په اړه په خپل کلیز رپورټ کې وویل په اېټمي وسلو کې د موجوده زیاتوالې په نتیجه کې به چین د 2027 پورې 700 او د 2030 پورې لږ تر لږه 1000 اېټمي وسله د ترلاسه کولو جوګه شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د چین د اېټمي وسلو د زیاتولو موجوده رفتار د پېنټګان د هغه اندازې نه زیات دی چې کانګرس ته یې د 2020 په رپورټ کې وړاندې کړې وه. د تېر کال په رپورټ کې پېنټګان ویلي وو چې چین د 200 نه څه لږې زیات اېټمي وسلې لري او د دې لسېزې تر اخیره به یې دوچنده زیاتې کړي.

د وي او ای رپورټ وايي د اندازې ترمخه امریکا تر 3800 فعالا اېټمي وسلې لري چې په مقابل کې یې د چین د وسلو کچه ډیره ټیټه ده.

رپورټ وايي پېنټګان د چین د پوځي قوت په اړه معلومات تېر کال د ډسمبر د میاشت پورې راجمع کړي او پکې د رفتار ته د تېزو وسلو د ازموینو په اړه معلومات نشته چې چین د اوړي په موسم کې کړي دي.

د امریکي یو لوړ رتبه پوځي چارواکي ویلي ټوله توجه یې د چین دغو ازموینو ته اړولي ده.

د وي او ای په رپورټ کې د دفاع د یو لوړ رتبه چارواکي له قوله وېل شوي چې چین هدف لري چې د 2027 پورې خپل پوځي صلاحیتونه په داسې ډول مربوط کړي چې تایوان مجبور شي چې چین نه د ازادېدو د خواهش نه لاس په سر شي او د امریکې په شان نور دریمګړي د تایوان اتحادیان پکې مداخلت هم ونشي کړی.

امریکايي چارواکي وویل د چین د صلاحیتونو په اړه تشویش لري او د نژدې نه یې څارنه کوي. د چارواکي ترمخه پېنټګان اوس هم تشویش لري چې چین د 2016 راهسې د تایوان په ضد فشار کېمپېن شروع کړی دی.

د رپورټ ترمخه په دغه مهال بېنجنګ د تایوان چین سره د یوځای کېدلو په اړه بیانونه زیات کړي او د تایوان د سیاسي مشرانو سره یې تاوتریخوالی زیات کړی چې د تایوان خپلواکي په ځای ساتل غواړي.

د پېنټګان د رپورټ ترمخه په اېټمي وسلو کې د چین د زیاتوالي او جدت هدف دا دی چې د کال 2049 پورې د هند او بحرالکال په سیمه کې ځان د امریکې د پوځي قوت سره برابر کړي او یا ترې مخکې لاړ شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د واشنګټن د اېسپېن انسټېټیوټ یوې دستورې ته د امریکې د پوځي مشرانو مشترکه کمیټۍ مشر جنرل مارک مېلي وویل په وسلو کې د چین جدت د جدید دور په جنګي طریقه کار کې بنیادي بدلون دی.

جنرل مېلي وویل په جیو سټرېټیجک قوت کې تبدیلي لیدل کېږي او پکار ده چې امریکا هم د دفاع په مد کې په یو شمېر برخو کې پرمختګ وکړي. هغه وویل که چېرې امریکا په اینده لسو نه تر شلو کلونو پورې بنیادي بدلونونه ونکړل نو د جنګ په صورت کې به د نقصان سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG