لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنټګان: امریکې سره د مرسته کوونکو افغانان تصویران یې د وېب پاڼې نه لرې کړي


جان کربي


د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ویلي د خپلې وېب پاڼې نه یې د زرګونو په شمېره کې د هغو افغانانو تصویران لرې کړي چې په افغانستان کې یې د امریکې سره مرسته کړې او اوس طالبانو د غچ سره مخامخ کېدلی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېنټګان ترجمان جان کربي وویل امریکايي مامورینو د افغانانو تصویران چې مخونه او یا د شناخت نورې نخښې نخښانې یې څرګندوي د هغه وخت راهسې لرې کول شروع کړي کله چې امریکايي ځواکونو افغانستان نه د د انخلا تیاری شروع کړی و.

هغه وویل دغه تصویران به بېرته هغه وخت بحال کړی شي کله چې داسې کول محفوظ وګڼل شي.

جان کربي وویل د ډېفېسن ویژول انفارمېشن ډېسټرېبیوشن سروس یا د بصري معلوماتو د وېب پاڼې نه 124000 تصویران او 17000 وډیوګانې لرې کړی شوي دي.

د پېنټګان ترجمان وویل دغه ګام امریکې سره د مرسته کوونکو افغانانو د تحفظ دپاره د انتهايي احتیاط په بنیاد اخیستل شوی دی.

هغه وویل دغه ګام د امریکې د حکومت د هغه تشویش سره سمون خوري چې په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته به طالبان امریکې سره د مرسته کوونکو افغانانو نه د انتقام اخیستلو تکل وکړي.

د پېنټګان د اعلان نه وړاندې په افغانستان کې د بیاروغونې دپاره د امریکې په هلو ځلو د نظر ساتنې ادارې مشر ویلي وو د امریکې خارجه وزارت او د دفاع وزارت هغه معلومات خفیه ساتل غواړي چې د افغان حکومت او د افغان پوځ په نسکورېدو او افغانستان نه د امریکې په انخلا د ځان پوهوولو په لړ کې ورته د کانګرس غړي او عام ولس ضرورت لري.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه سپېشل انسپکټر جنرل فور افغانستان ريکنسټرکشن (سیګار) یا د افغانستان د بیا رغونې خصوصي معاینه کوونکي جان ساپکو تېره هفته وویل د اګست په میاشت کې چې څه وشول او یا د خبردارۍ هغه نخښې نښانې چې د دغې نتیجې اټکل یې کولی شو، یوازې هله معلومېدلی شي چې خارجه وزارت او د دفاع وزارت، پېنټګان، د ولس نه خفیه ساتل شوي معلومات څرګند کړي.

د رویټرز په رپورټ کې د خارجه وزارت د ترجمانې له قوله وېل شوي وو چې وزارت په عارضي ډول د ځینو معلوماتو د خفیه ساتلو غوښتنه کړې ده چې د انخلا په هکله د امنیت په غرض دې د افغانانو او د همکار افغان تنظیمونو نومونه خفیه وساتل شي.

ترجمانې وویل خارجه وزارت یوازې شناخت د ظهارولو تفصیلات خفیه ساتل غواړي خو سیګار یې د څرګندولو اختیار لري.

د جان کربي د خبرو په اړه د وي او ای د رپورټ نه دا نه څرګندیږي چې ایا د سيګار مشر هم د دغو معلوماتو خبره کړې چې پېنټګان وايي د افغانانو په اړه دي خو اوس لرې کړی شوي دي؟

XS
SM
MD
LG