لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه، لبنان او شام کې د اسرایل په تازه بمباریو کې د ماشومانو په ګډون 85 تنه وژل شوي


اسرایل د ایران پلوه ډلو حماس او حزب الله خلاف جګړې ته دوام ورکړی او د یکشنبې- اتوار په ورځ یې په لبنان، شمالي غزه او شام کې په تازه هوایي بریدونه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه 85 تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي‌ دي.

لبنان:

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 38 تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي یواځې 23 تنه د بیروت په شمال کې د اسرایل په یو برید کې وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي، "اسرایلي دښمن د جبیل ضلعې پر المات سیمه باندې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون 23 تنه وژلي دي".

د اې ایف پي په ویډیوګانو کې ښودل شوې چې ژغورونکي کسان په خپلو لاسونو د یوه بشپړ تباه شوي کور له خاورو او ملبې څخه په کمبلو کې پوښل شوي مړي راباسي.

د المات سیمې اوسېدونکي زیاتره شعیه مسلمانان دي او دا سیمه د بیروت په دېرش کیلومیټره فاصله باندې د حزب‌الله له سنګرونو لرې د عیسايانو په سیمه کې ده.

یوې امنیتي سرچینې اې ایف پي ته ویلي، دا برید پر یو کور څو شیبې وروسته له هغې وشو چې د حزب‌الله یو غړی له سیمې د لیدلو لپاره هلته تللی وو. د سرچینې په وینا د حزب‌الله غړی په برید کې ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د جبيل سیمې په استازیتوب د لبنان د پارلمان غړی راید بیرو هم د برید وخت په سیمه کې موجود وو،‌ هغه هلته د حزب‌الله د غړو او وسلوالو د موجودیت په اړه د اسرایل دعوه رد کړه او ویې وویل:‌

"مهم پوځي او امنیتي کسان په عمومي توګه د جنګ په لومړۍ کرښه کې وي... نه په شا کې او د ویجاړ شوي کور تر کنډوالو لاندې یواځې ماشومان، سپین سرې او سپین ږیري دي".

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، د یکشنبې- اتوار په ورځ په بعلبک سیمه کې هم لږ تر لږه ۱۲ کسان او د دغه هېواد په جنوب کې د حزب‌ الله اړوند درې ژغورونکي د اسرايل په بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه وزارت د شنبې- خالي په ورځ هم خبر ورکړی وو چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې 33 کسان د اسرايل په بریدونو کې ووژل شول.

د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې چې حماس پر اسرایل برید وکړ د حزب‌ الله او اسرايل تر منځ نیزدې هره ورځ په نښتو او بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه 3,130 لبنانیان وژل شوي‌ دي. د لبنان د روغتیا وزارت وایي، په دغو کې لویه برخه له ستمبر میاشتې وروسته وژل شوي دي.

دغه جګړه په ډرامايي توګه د ستمبر په 23مه د لبنان په سوېل او ختیځ او همدارنګه د بیروت په سوېلي برخو کې د اسرایل د سختو هوایي بریدونو سره پراخه شوه، چې په سلګونو کسان یې ووژل او نزدې 1.2 ملین خلک د جګړ ې له لاسه بې کوره شول.

شمالي غزه:

د فلسطین روغتیا چارواکي وايي د یکشنبې- اتوار په سهار وختي د شمالي غزې په جبلیه سیمه کې پر یو کور د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې په لسګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د شمالي غزه جبلیه سیمې په دغه کور کې د اسرایلي حملو له وجې کډوال شوو خلکو پناه اخستې وه.

د فلسطین د روغتیا چارواکو او د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د یکشنبې- اتوار په ورځ په غزه کې د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 40 فلسطینیان وژل شوي، چې پکې وایي په هغوی کې دوه درځنه کسان د شمالي ښار جبلیه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ په برید کې وژل شوي دي.

په غزه کې د فلسطین د بشري حقونو مرکز (پي سي ایچ آر) ویلي، لږ تر لږه 24 کسان هغه وخت ووژل شول چې سهار وختي په جبلیه سیمه کې اسرایل په یوه درې منزله ودانۍ باندې برید وکړ. وایي د برید له کبله په نیزدې کورونو کې دېرش نور کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې دا د استوګنې پر ودانۍ برید کې د وژل شویو کسانو جسدونه دي، چې د اوسېدونکو په وینا لږ تر لږه 30 کسان پکې اوسېدل.

احمد العلوش د یو وژل شوي تن د کورنۍ غړی دی، هغه وایي د ابوصبح العلوش کور د خلکو نه ډک وو او هغوی د یوې ډلې سره هم تړاو نه لرلو، وایي هغوی ساده خلک وو چې خپل ژوند یې تېروو او خپل کار سره یې کار لرلو:

"په حمله کې عام خلک په نخښه کړی شوي چې د هېڅ‌ یو ډلې یا ادارې سره یې تعلق نه وو.‌ په دغه کور کې د 50 نه زیات بې کوره شوو خلکو پناه اخستې وه چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو".

د فلسطین د صحت چارواکي وايي غزه کې د اسرایل په حملو کې تراوسه پورې د 43,500 نه زیات کسان وژل شوي او د 10,000 نورو په اړه فکر کیږي چې د ویجاړو شوو ودانیو د ملبې لاندې مړه دي خو په وژل شوو کې شمارل شوي نه دي.

اسرایل دغه عملیات تېر کال په اووم اکتوبر د حماس وسله والو له خوا په اسرایل د حملې وروسته شروع کړي.‌ اسرایل وايي د حماس په حمله کې 1,200 اسرایلیان وژل شوي وو او 250 یې یرغمل کړي وو.‌

شام، دمشق:

د شام د دفاع وزارت وايي، د یکشنبې- اتوار په ورځ د سرښار دمشق په جنوب کې د سیده زینب په سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ باندې د اسرایلو په برید کې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. وایي دا تر یوې اوونۍ په کمه موده کې دویم دا ډول برید دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او 20 تنه ټپیان شوي دي.

اسرایل په دې اړه سمدستي کومه تبصره نه ده کړې، خو تېره اوونۍ یې وویل چې د دوی هوایي ځواک په ورته سیمه کې د ایران پلوه لبناني وسلوالې ډلې حزب الله استخباراتي اثاثې په نخښه کړې وې.

سیده زینب د حزب الله یو قوي مرکز او د شیعه ګانو د یو لوی زیارت ځای دی، چې په تېرو بریدونو کې هم په هدف شوی دی. مزار ته نیزدې د سختې کلابندۍ سیمه هم د حزب الله یو مشهور مرکز دی.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG