لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غدارۍ کېس کې د مشرف د مرستيالانو د شاملولو خواست


پرويزمشرف باندې له دې وړاندې ځانگړې محکمې د ائين سره د غدارۍ په تورد پينځه نکتو فرد جرم لگولی وو
پرويزمشرف باندې له دې وړاندې ځانگړې محکمې د ائين سره د غدارۍ په تورد پينځه نکتو فرد جرم لگولی وو
د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويزمشرف په ضد د غدارۍ په کېس کې د هغه وکيل ځانگړې محکمې ته خواست کړی ، چې په درېم نومبر کال ۲۰۰۷م باندې پورته کړی شوي گام کې دې په دغه کېس کې د مشرف مرستيالان هم شامل کړی شي .
د مشرف په ضد د غدارۍ د کېس اوريدنه نن د نهې په ورځ د ځانگړې محکمې د درې کسيزه ججانو د بنچ په مشرجسټس فېصل عرب په مشرۍ کې وشوه .
د پرويز مشرف وکيل فروغ نسيم عدالت ته خواست وکړو . چې په درېم نومبر کال ۲۰۰۷م کې د ايمرجنسي په اعلانولو کې د مشرف مرستيالان دې هم د غدارۍ په مقدمه کې شامل کړی شي .
د راپورونو ترمخه فروع نسيم عدالت ته د خپل خواست په دلائلو کې ووئيل چې د نړي والو قوانينو په رڼا کې په کوم تور باندې يواځې يو ملزم نشي په گوته کېدی ، د ائين د ارټيکل شپږم اطلاق د ۱۹۵۶ د مارشل لا نه کيږي .
او په درېم نومبرد پورته کړی شوي گام په نوټيفيکېشن کې چې کومو کسانو سره د صلاح يادگېرنه شوې ، د هغويې په نوم دې محکمه نوټسې جاري کړي او په کېس کې دې راوستل شي .
فروغ نسيم دا هم ووئيل چې د هغو کسانو د نومونو فهرست دې هم عدالت ته وړاندې کړی شي ، او د استعاثې وکيل دې دا ثابته کړي چې مشرف د دغو کسانو سره د ايمرجنسي په لگولو کې صلاح نه وه کړې .
د استغاثې وکيل اکرم شيخ په خپلو دلائلو کې ووئيل چې عدالت په دغې اړه په ۷م مارچ فېصله اورولې ، او فروغ نسيم د مفروضو په اساس دلائل ورکوي او د عدالت د وخت ضياع کوي .
د بينچ مشر جسټس فېصل په خپل ريمارکس کې ووئيل چې دعدالت احتيار د دغې يو کېس پورې دی ، د ۱۹۵۶ نه د کېس نه شي پېل کولی .
پرويزمشرف باندې له دې وړاندې ځانگړې محکمې د ائين سره د غدارۍ په تورد پينځه نکتو فرد جرم لگولی وو ، او مشرف د ټولو جرمونو د منلو نه انکار کړی ؤ .
د پخواني پوځي صدر وکيل محکمې ته دا هم وئيلي چې د محکمې د پراسيکيوټر په اړه خواست باندې دې فيصله واورول شي .
جسټس فېصل عرب ووئيل چې په دغې اړه به محکمه په ۱۸م اپريل فېصله اوروي .
پرويز مشرف باندې د فرد جرم لگولو وروستو ځانگړې محکمې هغه ته د سيکيورټۍ له کبله عدالت ته د حاضرۍ نه استثني ورکړي ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG