لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ججانو کيس کې دپرويز مشرف ريمانډ١۴ ورځې نور غځولى شوى


پينډۍ : عدالت د پرویز مشرف جائیداد ضبط کولو امر ورکړی
پينډۍ : عدالت د پرویز مشرف جائیداد ضبط کولو امر ورکړی
دپاکستان يوې محکمې دججانو دنظربندۍ په کيس کې دپخواني پوځي مشر جنرال(ر) پرويز مشرف جوډيشل ريمانډ 14 ورځې نور هم غځولى دى.
دخالي په ورځ په اسلام اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دهغه په جوډيشل ريمانډ کې دپراختيا په ترڅ کې تر يکم جون دججانو دنظربندۍ دکيس اوريدنه ځنډولې ده.
دخالي په ورځ هم دامنيتي انديښنو له وجې پرويز مشرف محکمې ته وړاندې نۀ کړى شو.
محکمې دپخواني پوځي صدردوکيلانو له لوري عدالت ته دهغه دحاضريدو څخه داستثنا درخواست منظور کړو اؤ ديوې ورځې استثنا يې ورکړه.
داطلاعاتو له مخې له دې وړاندې دججانو دنظربندۍ کيس کې مدعي اسلم گهمن دمقدمې څخه دلاس پسر کيدو اعلان کړى ؤ، خو دمشرف وکيل وائي هغه تر دې مهاله دخپلې پريکړې څخه عدالت نۀ دى خبر کړى.
پخواني پوځي صدر دڅلورو کالودخودساخته جلاوطنۍ ختمولو وروستو په مارچ کې پاکستان ته راغلى ؤ، اؤ دلته هغه د ججانو دنظربندۍ ، دبې نظير بهټو اؤ نواب اکبر بگټي دوژنو په مقدمو کې نيول شوى.
دامنيتي انديښنو له امله په اسلام اباد کې دمشرف کور وړوکى جيل گرځول شوى اؤ مشرف په دغه جيل کې ساتل شوى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG