لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمي پبلک سکول طالبعمانو د کیپټل هل ننداره کړې ده


 دغه وداني امريکائي سياست کې دطاقت مرکز يڼل کيږي،دا هم هاغه وداني ده چرته چې دامريکائي کانيرس داستازو غونډې ترسره کيږي.
دغه وداني امريکائي سياست کې دطاقت مرکز يڼل کيږي،دا هم هاغه وداني ده چرته چې دامريکائي کانيرس داستازو غونډې ترسره کيږي.

دميريډئين انټرنيشنل سينټر نومې تهنک ټينک په بلنه دامريکا په سفر ورغلو دپيښور دارمي پبلک سکول ١٢ طالب علمانو اؤ دهغوي استاذانو واشنيټن ډي سي کې دتاريخي کيپټل هل دودانۍ دوره کړې ده.

دغه وداني امريکائي سياست کې دطاقت مرکز يڼل کيږي،دا هم هاغه وداني ده چرته چې دامريکائي کانيرس داستازو غونډې ترسره کيږي.

دپيښور دارمي پبلک سکول دماشومانو ددغه دورې لپاره ځانيړې تابيا شوې وه، ددورې څخه وروستو وائس اف امريکا سره دارمي پبلک سکول ماشومانو خپل تاثرات شريک کړي اؤ وئيلي يې دي چې هغوي ته امريکايان اؤ دهغوي هيواد دهاغه تاثر څخه مختلف ښکاره شوى، کوم چې دهغوي په ذهنونو کې ؤ.

يو طالب علم وويل په پاکستان اؤ امريکا کې يې زيات فرق محسوس کړى نۀ دى اؤ زياته کړې يې ده په دواړو هيوادونو کې انسانان اوسيږي که پاکستان وي اؤ که امريکا.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې سپيناوى شوى دى چې هاغه راپورونه سم نۀ دي چې پکې وئيل شوي دي امريکا ته دارمي پبلک سکول يواځې پينځه طالب علمان سفر کوي اؤ وئيل شوي دي چې دپيښور دورسک روډ دارمي پبلک سکول ١٢ طالب علمان دامريکا په سفر دي.

پوځ دغه وضاحت وروستو له هغې کړى چې په پاکستان کې روانه اوونۍ کې داسې راپورونه خپارۀ شول چې دپوځ په تابيا دچليدونکي پيښور دارمي پبلک سکول څخه ١٠ طالب علمان واشنيټن ډي سي ته تللي اؤ وئيل کيدل چې دنورو طالب علمانو تعلق دپيښور په مال روډ ديو بل سکول سره دى، خو پوځ وائي چې دغو راپورونو سره ددوؤ بيلا بيلو دورو په اړه اولس ته غلط اطلاعات رسيدلي دي.

دغه بيان کې وئيل شوي دي چې ديو بل پروگرام لاندې دپيښور، کوئټې اؤ مردان څخه دجولا ئي د٢٠مې نيټې څخه ١٢م اگست پورې ١٨ طالب علمان دامريکا دوره کوي اؤ زياته شوې ده چې دغه دواړه بيلا بيلې دورې دي.

له دې وړاندې د پېښور آرمي پبلک سکول ۱۲ ماشومان او دوه اوستادان د امریکا د دوو اونېو یا هفتو په سفر واشنګټن ته رارسېدلي وؤ، هغوي به په خپل دی سفر کې د امریکاېي ټولنې او د تعلېم په برخه کې شریک او زړه پورې برخې لټوي.

د پېښور دغه زده کونکي په واشنګټن کې د یوی څېړنېزی ادارې (مېریډېن انټرنېشنل سنټر) په بلنه امریکاته راغلي، د واشنګټن وروستو به دغه ماشومان د نیویارک البني پوهنتون کې د نېنو ټېکنالوجې په یوه څېړنېزه پروژه کې برخه هم اخلي.

د دغه ماشومانو سره راغلې د آرمي پبلک سکول یوه استاذه تهمینه حسن د واېس اف امریکا اردو څانګې ته وېلي زمونږ ماشومان ډیر تکړه دي او د دوي لپاره دا یوه لویه موقع ده چې دلته په امریکا کې د زدکړو په کار ځان پوهه کړي. د مېرېډېن انټرنېشنل سېنټر مشر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني غړي سټوارټ هالی وېلي دا ماشومان ډیر قابلان دي. او پدی سفر کې به دوي د امریکاېي ټولنې نه زدکړه کولو سره سره نور هم ډیر څه زده کړي.

د پېښور آرمي پبلک سکول د دغه ماشومانو د سفر نور حال تاسو د واېس آف امریکا اردو څانګې ویډیو کې تاسو هم په لاندېني لنک اوریدې شۍ.

د پېښور آرمي پبلک سکول ماشومانو د امریکا سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG