لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اته نور پوځي افسران به د پېښور په سکول د طالبانو د حملې په اړه بیانونه ریکارډ کوي


پاکستاني طالبانو د پېښور په ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منلې وه

د پېښور په آرمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو د حملې په اړه د سپريم کورټ په حکم جوړ شوي کمېشن د پاکستانی پوځ اتوو افسرانو بشمول د خېبرپښتونخوا د يو پوليس افسر بيان قلم بند کولو لپاره د دفاع وزارت او صوبايي هوم ډيپارټمنت تا خطونا لېږلې دي.

په دغو خطونو کې د اړونده وزارت او محکمې نه غوښتنه شوې چې په دریو ورځو کې دننه دې کمېشن تا جواب ورکړي چې کله دغه افسران خپل بيانونه ريکارډ کولی شي.

دغه کمېشن چې د پېښور هايي کورټ جسټس محمد ابراهيم خان باندې مشتمل ميجر عامر شاه چي په دغه حمله کې زخمي شوې و د هغه بشمول نور د پوځ اووه افسران او د هغه وخت د پېښور پوليسو افسر سينير سپريټينډنټ اپريشن نجيب الرحمان بګوي د بيان ريکارډ کولو لپاره رابللي دي.

وسيم احمد شاه چي د انګريزۍ روځ پاڼې ډان خبريال دی وي او ای ډيوه ته وويل د کمېشن جوړيدو نه وروسته د کمېشن ممبرانو ته د بيانونو ريکارډ کولو او انکوائري یا پلټنې مکمل کولو لپاره د شپږو هفتو معياد ورکړی شوی و.

نوموړي زياته کړه دا يوه لويه پېښه وه نو د افسرانو او نورو خلقو د پېښې په اړه بيانونه ريکارډ کولو دپاره سپريم کورټ وروسته کمېشن ته نور وخت هم ورکړو.

د کمېشن د رپورټ په اړه د هغه وينا وه چې تير وختونو کې کوم کمېشن هم د څه پېښې په اړه جوړ شوې نو د پلټنو د مکمل کېدو وروسته یې رپورټ نه دې په ډاګه شوی نو اوس به کتل دا وي چې یا د پېښور په آرمي پبلک سکول د حملې رپورټ به هم ښکاره کړی شي او که نا؟

ايډوکېټ عجون خان زوی په ارمي پبلک سکول کې وژل شوی او د "شهدا فورم" غړې دې، وايي هغوی د کمېشن د کارگردگۍ نه مطمين دي او په دي امید دي چي والدينو تا به انصاف ورکړی شي.

ياده دې وي د کال ۲۰۱۴ د دسمبر د مياشتې په ۱۶ نيټه وسله والو د پېښور ارمي پبلک سکول باندې حمله وکړه چې پکې د ١٣٠ نه زیات تنان ووژل شو. په وژل شویو کې زیاتره د سکول ماشومان وو.

پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري ومنله.

په حمله کې د وژل شویو ماشومانو والدينو د پاکستان سپريم کورټ نه د انکوائري کولو د پاره د جوډيشل کمېشن یا عدالتي ډلې د جوړولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG