د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې له یوې زړه پورې مقابلې په ترڅ کې ملتان سلطانز ته په څلورو منډو ماتې ورکړې ده.
د راولپنډۍ په اسټيډیم کې د ترسره شوې دې سیالۍ ټاس یا پچه د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم وګټله اؤ پخپله یې د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
په ټاکلو 20 اوورونو کې پېښور زلمي د پینځوؤ لوبعاړو په تاوان 204 رنزونه/ منډې جوړې کړې اؤ ملتان سلطانز ته یې د 205 منډو هدف ورکړو .
د ملتان سلطانز لوبډله د ټاکلي هدف په تعقیب کې د پپنځوؤ لوبغاړو په تاوان په 200 منډو جوړولو وتوانېدله.
د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم په دې سیالۍ کې 64،صایم ایوب 46،حسیب الله 31،اصف علي 11،رومین پاول 23 اؤ عامر جمال منډې جوړې کړې.
د ملتان سلطانز اسامه میر د پېښور زلمي درې اؤ کرس جارډن دوه لوبغاړي وسوځول.
د ملتان سلطانز په پاڼۍ کې محمد رضوان 32، ریزا هینډریکس 5، ډیوډ ملان 19، طیب طاهر 26 اؤ خوشدل شاہ 11 منډې جوړې کړې.
افتخار احمد اؤ کرس جارډن د خپلې پاڼۍ منډې په چټکتیا سره په مخ یوړې خو بیا یې هم خپله لوبډله د بریالیتوب تر درشل ونه رسوله.
افتخار احمد په 27 بالونو 60 اوکرس جارډن په 12بالونو پر 30 منډې وکړې اؤ ناسوځېدلي پاتې شول.
د پېښور زلمي عامر جمال دوه، نوین الحق اؤ مهران ممتاز یو، یو لوبغاړی وسوځول.
Forum