د پاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور سره نزدې دکليوالې سيمې بډهـ بيرې په يو جومات کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
له دې وړاندې دپيښور سره جوخت په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دجمعې دنمانځه په مهال په يو جومات کې دچاؤدنې له امله 50 کسان وژل شوي وؤ.
دسرچينو له مخې دغه چاؤدنه دپيښوردبډهـ بيرې په سليمان خيل سيمه کې ديو جومات دننه دماسخوتن دنمونځ په مهال ترسره شوې ده.
دسرچينو وينا ده دچاؤدنې په مهال په دغه جومات کې د60ؤ څخه تر 70ؤ پورې کسان موجود وؤ چې پکې زياته شميره دماشومانو وه.
امدادي ډلې دپيښې ځايې ته روانې شوي او دپيښور په ليډي ريډنگ روغتون کې بيړنى وضعيت پځايې کړل شوى دى.
له دې وړاندې هم دجمعې په ورځ دپيښور سره نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيلو کې هم ديو جومات دننه ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې دوژل شوؤ کسانو شميره 50ؤ ته رسيدلې او لږ ترلږه 150 کسان ژوبل هم دي.
دخيبرپښتونخوا ايالت داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي دجومات دننه چاؤدنې کوونکي انسانان نۀ بلکې درندگان دي.
ميډيا سره خبرو کې هغه وويل مونږ به دترهه گرو په وړاندې وسلې نۀ غورځوؤ اؤ نۀ به هم ددغه رقم چاؤدنو له امله زمونږ حوصلې ماتې شي.
ميا افتخار وويل امريکا، افغانستان اؤ پاکستان به گډه دترهه گرۍ مقابله کوي اؤ دترهه گرۍ مقابله به باوري کولى شي.
پيښور : دجومات دننه چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي دي
