لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د این ای فور ټاکنو کې د پي ټي‌ ایي ارباب عامر میدان وړی دی


دزیارت په ورځ دپیښور دحلقه این ای فور نه دقامي اسمبلۍ په خالي چوکۍ شوؤ ټولټاکنو کې د لمړیو نتیجو له مخې صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف کاندید ارباب عامر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

عوامي نیشنل پارټۍ اؤ مسلم لیګ ټاکنو کې ددرغلۍ تورونه لګولي اؤ ویلي یې دي چې سرکاري مشینري صوبه کې د واکمن ګوند دامیدوار کامیابولو دپاره کارؤل شوې ده.

هرڅو که لا ددغه ټولټاکنو غوڅې اؤ رسمي نتیجې لا نه دي اعلان کړی شوي خو په پيښور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو دخپلې ګټې جشن پیل کړی اؤ په سړکونو د ډهولونو مخې ته د ګډیدو ترڅنګ یې درنې هوایي ډزې کړي دي.

دقامي اسمبلۍ دغه چوکۍ د روان کال داګست په ۲۷مه نیټه ددغه حلقې نه عامو ټولټاکنو کې بریالي شوي دپارلیمان دغړي ګلزار خان د مړینې له امله تشه شوې ده.

ګلزار خان د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ ددغه حلقې څخه دکال ۲۰۱۳م په ټولټاکنو کې بری موندلی ؤ خو وروستو یې د پي ټي ایي سره اړیکې خړې شوې وې.

په دغه حلقه ۱۴ کاندیدان ووټونو ته ولاړ وؤ خو سخته مقابله پکې د پي ټي ایي د ارباب عامر، دمسلم لیګ(ن)د ناصر موسي زي اؤ عوامي نیشنل پارټۍ د خوشدل خان ترمینځ وه.

د مسلم لیګ (ن) پي ټي ایي،عوامي نیشنل پارټۍ اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ مشرانو ددغه ټولټاکنو نه وړاندې حلقه این ای فور کې درنې جلسې کړې وې اؤ هر ګوند زور لګولی ؤ‌ چې دغه چوکۍ وګټي.

د ووټونو ورکولو عمل د پوځ په نګرانۍ کې دسحر داتوؤ نه ماښام پینځوؤ بجو پورې روان ؤ اؤ په دغه موقع سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ.

د غیرسرکاري نتیجو تر مخه د۲۲۰ پولنګ سټشنو ووټونه شمیرل شوي چې پکې د پي ټي ایي ارباب عامر ۳۸زره۲۲۱، دمسلم لیګ(ن)ناصرخان موسي زئ ۲۰زره ۹۲۵اؤ د عوامي نیشنل پارټۍ خوشدل خان ۲۰ اؤ ۷۸۳ رایې اخستي دي.

په حلقه این ای فور کې د راجسټر ووټونو شمیر ۳لکه اؤ ۹۸زره دی اؤ ددوئ دپاره ۲۶۹ نوي د رائیو ورکولو مرکزونه جوړ کړل شوي وؤ.

د باچا خان مرکز لخوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې ټاکنو کې په پولیسو ووټونه اچول شوي چې دا ښکاره درغلي ده.

خو دپیښور دپولیسو مشر سجاد خان پخپل یو وضاحتي بیان کې کې ویلي چې یو پولیس عسکر د ضیعف تن سره دهغه په ووټ اچولو کې مرسته کړې ده.

دعوامي نیشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان هم میډیا ته ویلي چې هغه په دغو ټاکنو کې د درغلۍ ثبوتونه لري اؤ په الیکشن کمیشن هم ټکونه کړي چې د درغلیو مخه یې نه ده نیولې.

خو دتحریک انصاف ګوند ګڼو مشرانو بیا په سوشل میډیا دا یو سوچه الیکشن ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې پي ټي ایي د خپلې کارکردګۍ په اساس دغه چوکۍ ګټلې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG