لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور امتیاز علي وايي کرونا وایرس له امله بې روزګاره شوی او جیب یې خالي دی


امتیاز علي وايي د تېرو اتوو کلونو راهسې یې په دغه کارخانه کې کار کولو خو د کرونا وروسته کارخانې رخصت کړی دی او ورته یې ویلي دي چې کار نیشته

د پېښور امتياز علي د حيات آباد صنعتي مرکز کې په يوه کارخانه کې مزدوري کوله خو د کرونا وایرس مخنیوي دپاره د لاک ډاون له امله په کار خانه کې کار د کمي له امله بې روزګاره شوی دی.

امتیاز علي وايي د تېرو اتوو کلونو راهسې یې په دغه کارخانه کې کار کولو خو د کرونا وروسته کارخانې رخصت کړی دی او ورته یې ویلي دي چې کار نیشته. " دا تقريبا ۲۵ ورځې ما کور کې تېرې کړې او ما سره چې کومې لګې ډېرې پېسې وې هغه مې وخوړلې، څه مې راشن راوړلو اوس راسره څه نيشته."

د دغې کارخانې انتظاميه وايي د لاک ډاون له کبله کارخانې ته خام مال نه راتلو او په مارکيټ کې د پېسو بندېدو سره يي کاروبار دومره اغېزمن شوي چې د امتياز په څېر قریباً ۲۵۰ نور کاريګر او مزدوران یې هم رخصت کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د منصوبه بندۍ او پرمختيايي څانګې يا پلانګ اېنډ ډويلپمنټ ډېپارټمنټ لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه که چیرې په صوبه کې لاک ډاون د ۴۵ ورځو د پاره جاري وساتل شو نو ۱۳ لکه مزدوران به بېروزګاره شي.

رپورټ کې ليکلې شوي: په امروزه حساب دياړي کونکي او په لارو کوڅو کې سوده خرڅونکي څلور لکه پورې تنان په فوري توګه د کرونا وبا نه اغېزمن کېدلی شي.

په رپورټ کې د تړانسپورټ او سټورېج په شعبه کې د کرونا وبا له امله درې لکه او څه کم ۶۰ زره، د تعميراوتو په شعبه کې څه کم درې لکه او د لويو کاروبارونو په برخه کې دوه لکه او څه کم ۱۷ زره تنانو په کور کښېناستلو اندېښنه څرګنده شوېده.

پېښور کې مېشت صنعت کار او د هېواد په کچه د ماربلو کارخانو د اتحاديي مشر حکمت شاه وي او ای ډيوه ته وويل حکومت باید کارخانه دارو ته قرض حسنه يا ګرانټس جاري کړي چې دوي مزدورانو ته د تنخوا ورکولو جوګه وي.

" اوس مزدوران په کور ناست وي نو مونږ خو به زيات نه زيات دا ووکو چې يو مياشت به ورته په کور تنخوا ورکو مونږ سره خو هم څه نيشته دې ځکه چې کارخانې بندې دي پېداوار نيشته خرڅون نيشته دې، چې ټولې کومې کارخانې دي د هغې درجه بندي دې ووشي او کوم ځاۍ کې چې مزدوران زيات وي او د شپږو فټو نه نژدې وي نو په شفټونو کې دې کړي، مزدوران دې ورته تقسيم کړي."

د صنعت او تجارت د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلی مشير عبدالکريم خان وايي د دياړي کونکو او بې وزله خلقو د پاره احساس کفالت پروګرام پېل کړی شوی دی او کارخانه داورو ته حکومت د قرضو او ټېکسونو په مد کې مالي مرستو ورکولو پلان لري.

" نو دې کې خو سټېټ بنک هدايات جاري کړي او چې دا کومه دورانيه ده په دې کې تنخواګانو کې مراعات ورکړي دي چې تاسو مونږ نه باروننګ ووکې يا قرضه واخلې او په هغې چې کوم سود دې او کوم صوبايي ټېکسونه دي هغې کې کمې شامل دې"

د خېبر پښتونخوا د منصوبه باندۍ او پرمختيايي څانګې رپورټ زياتوي که چیرې لاک ډاون شپږو مياشتو پورې وغزولې شو نو ۲۷ لکه او که دا موده يو کال ته ورسي نو دې سره ۴۲ لکه تنان بېروزګاره کېدلې شي.

XS
SM
MD
LG