لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دترهګرو دمالي سرچینو مخنیوي په غرض د پېښور د چوک یادگار د کرنسۍ دوکانونه وتړل شو


په پاکستان کې دپلټنو مرکزي ادارې (ایف ایي ای) هیواد نه دباندې د ناقونه پیسو لیږلو دمخنیوي په غرض دپېښور په چوک یادګار کې دپیسو دلیږلو اؤ بدلولو مارکیټ باندې چاپې وهلي ،په کروړونو روپۍ یې خپله ولقه کې اخستي اؤ‌ دغه مارکیټ یې تړلی دی.

دایف ایي ای دخیبر پښتونخوا مشر ښاغلی میرویس نیاز وایي‌ د پېښور صرافه بازار نه بهر ته په ناقونه ډول لیږل کیدونکې پیسې دترهګرۍ دپاره هم کارول کیدلی شي ځکه ایف ایي ای دپیسو دلیږد دغه مارکیټ وتړلو.

خو دپېښور د صرافه بازار تجاران وایي چې په دې اقدام سره دسوؤنو کورنیو د روزګار مخه نیول شوې اؤ په لګونو هغه پښتانه د ستونزو سره مخ کړل شوي چې د بانکونو د لانجمن قانون دتقاضو پوره کولو توان نه لري اؤ په اسان ډول خپلو کورنیو ته پیسې لیږل غواړي.

دایف ایي ای دخیبر پښتونخوا څانګې مشر ښاغلي میرویس نیاز د دوشنبې په ورځ امریکه غږ ډيوه ویب پاڼې ته ویلي چې دپېښور صرافه بازار نه د زمانو راهسې د “هنډۍ” یا “حوالې”کاروبار کیدلو چې هیڅ قانوني بڼه یې نه لرله اؤ نه دا چاته معلومه وه چې دغه پیسې د چا لخوا چرته اؤ د کومو مقصدونو دپاره لیږل کیدي؟

هغه وویل” اوس دې کاروبار دیو متوازي بینکنګ بڼه خپله کړې وه اؤ له دې لارې لیږل کیدونکې پیسې دترهګرۍ دمقصدونو دپاره هم پکار راتلی شوې ځکه نو ددې کاروبار مخه نیول ضروري شوي وؤ”

هغه وویل د ایف ایي ای ۱۳ؤ ډلو په بیلابیلو وختونو کې دبیلابیلو اړخونو څخه په صرافه بازار چاپې وهلي اؤ دغه مارکیټ یې تړلی دی.

ښاغلي میرویس نیاز زیاته کړه د چاپو په وخت د هنډۍ کاروباریانو نه دوه کروړه اؤ۶۸لکه روپۍ هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي وویل دناقونه مالي همکاریو دمخنیوي ځواک( ایف ای ټي‌ایف) دترهګرو دمالي کمک مخنیوي کې دناکامۍ په تور دپاکستان نوم په خړ لسټ کې ورګډ کړی اؤ ددغه لسټ نه دپاکستان دنوم ویستلو دپاره ایف ایي ای ټول هیواد کې دناقونه پیسو دلیږلو په ضد عملیات کوي چې پیل یې دپيښور د چوک یادګار نه شوی.

خو دپېښور صرافه بازار دکاروریانو داتحادیې یو تن مشر دخپل نوم نه ښودلو په شرط وائس اف امریکا ډيوه ویب پاڼې ته وویل هغوئ کله هم شکمنې پیسې دهنډۍ یا حوالې دلارې نه لیږي.

نوموړي وویل” دا کاروبار د زمانو نه روان دی ،مونږ چې دچا پیسې لیږو اؤ چاته یې لیږو دهغوئ بشپړ قانوني ریکارډ معلوموؤ اؤ اؤ شکمنې پیسې بیخي نه لیږلو”

هغه وویل د هنډۍ دلارې زیاتره هغه پښتانه خپلو کورونو ته دبهرنیو وطنونو نه پیسې رالیږي چې دبینکونو په کړکیچن نظام نه وي پوهه یا یې غیر ضروري تقاضې نه شي پوره کولی .

خو د صرافه بازار دغه مشر دا هم مني چې دهغوئ کاروبار قانوني بڼه نه لري.

نوموړي وویل ددې روزګار سره د زرګونو کورنیو رزق تړل شوی اؤ دصرافه بازار تړلو سره په لکونو هغه پښتانه اغیزمن شوي چې د بهرنیو هیوادونو نه خپلې د مزودرۍ پیسې خپلو کورنیو ته رالیږل یا کورنۍ یې ورپسې پیسې لیږل غواړي.

دپېښور په صرافه بازار کې د زرو نه زیات د صرافۍ دوکانونه فعاله دي اؤ تر دې وړاندې هم وخت په وخت په دوئ ایف ایي ای داسې چاپې وهلي دي خو دغه کاروبار بیا هم د بیا هم د تیرو ۶۰ کالو راهسې په دوامداره توګه راروان دی

XS
SM
MD
LG