لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې د ډاکټرانو هړتال د صوبې مریضان په چغو کړي


په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري هسپتالونو د داکټرانو احتجاج نن د خالي یا شنبې په ورځ هم دوام لرلو او نن هم په ټولو سرکاري هسپتالونو کې د بیړني مرستو یا اېمرجنسۍ نه علاوه هسپتالونو کې ډاکټرانو کاربندیز کړی وو.

دخیبر پښتونخوا ډاکټران وایي چې ترڅو دصوبې د صحت د وزیرهشام انعام الله، اؤ دعمران خان د تربور نوشیروان برکي په ضد مقدمه نه وي درج کړل شوي هغوئ به خپل هړتال نه ختموي.

د ډاکټرانو د دغه احتجاج له امله په ګرده صوبه په خاصه توګه د صوبې دلرو پرتو سیمو نه د ښارونو هسپتالونو ته راغلي مریضان د سختو ستونزو سره مخامخ دي.

نن د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال ته د مومندو اېجنسۍ نه راغلی سلیمان مومند چې خپله مور یې د علاج په غرض پېښور ته راوستې، وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ مور مې د پېنځه ورځو نه په وارډ کې داخله ده چې ډاکټر له ورځو نو راته وايي چې زمونږ هړتال دی. چې کومې پېسې مې د ځان سره راوړې وې هغه هم ختمې شوې نور مې وس نه رسي چې څه وکړم.٬٬

د کوز دیر خال نه د خپل ماشوم زوي سره راغلی محمد ریاض بیا وايي ماشوم مې د تیرو دوو ورځو راهسې په هسپتال کې پروت دی خو د کتلو يې څوک نشته.

اخوا د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر د صوبې ډاکټرانو ته د روانې میاشتې په ۲۱مه نېته یو وارې بیا دخبرو اترو وړاندیز کړی.

ډاکټران تور لګوي چې د صوبې دصحت وزیر هشام انعام الله اؤ د روغتیایي چارو دپاره حکومتي مشاور اؤ د وزیراعظم عمران خان تربور ډاکټر نوشیروان پېښور کې دیو سرکاري هسپتال په سئنیر ډاکټر تشدد کړی.

خو حکومتي چارواکي بیا وایي چې دصحت په وزیر اؤ د عمران خان په تربور دهسپتال د دورې په مهال ډاکټرانو ګزارونه کړي اؤ دهغوئ سپکاوی یې کړی.

ددغه پېښې په ضد د تیرو درېوؤ ورځو راهسې د خیبر پښتونخوا ډاکټرز کونسل په غوښتنه د ټولې صوبې په سرکاري هسپتالونو کې ډاکټرانو په هړتال لاس پورې کړی اؤ یوازې دبیړنیو خدماتو په څانګه کې دناروغانو علاج کوي.

د خیبر پښتونخوا صوبې وتلي خبریال ښاغلي فدا عدیل ویلي د حکومت اؤ ډاکټرانو ترمینځ د روان تاؤ تریخوالي تر ټولو زیاتې بدې اغیزې په عامو بې وزله ناروغانو شوي اؤ د ډاکټرانو دهړتال له امله د سوونو سختو ناروغانو ژوند د خطرو سره مخ شوی دی.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي عدیل ویلي دا مهال دصوبې په ټولو لویو سرکاري هسپتالونو کې دبستر مریضانو اپریشنونه اؤ نور علاج ځنډیدلی اؤ یوازې په محدوده پیمانه ډاکټران بیړنۍ طبي مرستې ورکوي چې دا یو د اندېښنې وړ صورتحال دی.

هغه وویل په زرګونو هغه بې وزله مریضان چې عاجل علاج ته اړتیا لري دډاکټرانو دهړتال له امله مجبور دي چې شخصي هسپتالونو ته رحوع وکړي خو د شخصي هسپتالونو د ګرانو علاجونو وس نه لري.

فدا عدیل وویل حکومت باید د ډاکټرانو سره نرمه رویه خپله کړي اؤ هغوئ سره روان جنجال دې دخبرو دلارې هوار کړي

XS
SM
MD
LG