لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې نيشنل گيمز یا ملي لوبې پېل شوي دي


پيښور کې نيشنل گيمز یا ملي لوبې پېل شوي دي
پيښور کې نيشنل گيمز یا ملي لوبې پېل شوي دي

د خيبر پښتونخوا سرښار پيښور کې د جمعې په ورځ نيشنل گيمزيا ملي لوبې شروع شوي دي چې پرانسته يې دخيبرپښتونخوا گورنر اويس احمد غني کړې ده.
دپيښور په قيوم سټيډيم کې د31مو ملي لوبودرنگا رنگ دستورو پرانسته دملي ترانې او ملي نغمو څخه وشوه.
په دغه مهال دسټيديم دننه او بهر په سلگونو پوځيان او پوليس گمارل شوي او سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
ددغه دستورې مشر ميلمه دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ؤ اؤ دلوبو وزير سيد عاقيل شاه ددستورې مشري کوله.
خو دپيښور اوسيدونکي کۀ يوخوا پخپل ښار کې دلويو لوبو په جوړيدو دخوشحالۍ څرگندونه کوي نو بلخوا دلارو دبنديدو له امله ديو لړ ستونزو سره هم مخ دي.
ميا افتخار ميډيا سره په خبرو کې وويل دا ډيره دخوشحالۍ او ډاډگيرنې خبره ده چې دنيشنل گيمز شروع په پيښورکې وشوه.
هغه وويل دخيبرپښتونخوا حکومت دلوبغاړو، چارواکو او تماشايانو دحفاظت لپاره سخت امنيتي تدابير نيوليدي.
هغه وويل دتيرو کلونوپه پرتله اوس دصوبې امنيتي وضعيت ډير ښۀ دى او دنيشنل گيمز په ذريعه مونږ ټولو ته دامن او محبت پيغام ورکول غواړو.
هغه وويل پيښور ته په سلگونو لوبْغاړي او چارواکي په نيشنل گيمز کې دبرخې اخستو لپاره دوړاندې څخه پيښور ته رارسيدلي دي.
هغه وويل دسخت امنيت راوستو لپاره دلوبو په موقع خواؤشا 1700 پوليس، مليشه او دپوځ ځوانان تعينات کړل شوي دي.
ميا افتخار وويل مونږ دترهه گرۍ اوتندلاريتوب مقابله کوؤ اؤ ډيرزر به دغه لعنت ختم کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG