لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور هايي کورټ پوځي عدالتونو نه د سزا شویو مشکوکو وسله والو په مقدمو کې بل تاریخ مقرر کړو


سجید خان افریدي وویل پوځي عدالتونو نه سزا شوي تنانو ته د اپيل او دليل حق نه دی ورکړی شوی ځکه د هغوي رشته دارو هايي کورټ ته رو
سجید خان افریدي وویل پوځي عدالتونو نه سزا شوي تنانو ته د اپيل او دليل حق نه دی ورکړی شوی ځکه د هغوي رشته دارو هايي کورټ ته رو

د پېښور هايي‌ کورټ د ۳۰۰ هغه کسانو د مقدمو اوریدنه د جون د میاشت پورې وځنډوله چې د پاکستان پوځي عدالتونو ورته د ترهګرۍ په الزاماتو سزاګانې ورکړي دي.

د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ او په جسټس محمد ناصر محفوظ مشتمل دوه کسيزه بېنچ د مقدمې د بیا اورېدنې دپاره د جون د مياشتې ۱۶ نېټه مقرر کړه.

عدالت حکومت ته امر وکړو چې په دغه مقدمو کې دې ټول اړونده ريکارډ جمع کړي.

په دغه کېسونو کې پيشي کونکې د پېښور هايي کورټ سجيد خان آفريدي ايډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل د کېسونو د اورېدنې په مهال د فائلونو او ريکارډ د نيشتوالي له کبله د مقدمې د اورېدنې نېټه بدله کړې شوه.

سجید خان افریدي وویل یوازې د یوې مقدمې معلومات هايي‌ کورټ ته ورکړی شوي وو. عدالت وویل د بلې اورېدنې نه وړاندې دې حکومت د ټولو مقدمو معلومات یا ریکارډ جمع کړي.

نوموړي زياته کړه پوځي عدالتونو نه سزا شوي تنانو ته د اپيل او دليل حق نه دی ورکړی شوی ځکه د هغوي رشته دارو هايي کورټ ته روجوع کړېده. " هايي کورټ کې چې ته د پوځي عدالتونو فېصله يا سزا چېلنج کوې نو دا ټول ګراونډز پکې کتلې شي چونکه دوي ته نه فئر ټرائل يا شفاف مقدمه او نه دوي ته د جرح موقع ورکړې کېږي او پته يي نه لګي چې کېس کوم عدالت کې شوې چرته شوې نو دا د پاکستان د آئين د ۱۹۹ مادې لاندې ته په هايي کورټ کې چېلنج کوې"

د پېښور هايي کورټ دوه کسيزه بينچ د ۳۰۰ هغو پوځي عدالتونو نه سزا شوي تنانون د کېسونو ان کميره اورېدنه وکړه د چا د سزا ګانو معطل کولو په اړه چې د هغو رشته دارو عدالت کې درخواستونه جمع کړيدي۔

د پېښور هايي کورټ علي ګوهر درانې ايډوکېټ وايي چې وفاقي حکومت په دې کېسونو کې ريکارډ جمع کولو کې غېر سنجيده دی ځکه دا کېسونه لا تر دې دمه نه دي فېصله شوي. هغه وايي چې عدالت وخت په وخت په سرکاري ادارو زور را وړي چې ټول ريکارډ عدالت ته پېش کړي. " دا کېسونه چې پېښور هايي کورټ کې کوم د ځنډ ښکار دي نو زمونږه چې کومې وفاقي ادارې دي هغو دا کېسونه ډېر لائټ اخېستې دي او لائټ يي په دې حقله اخېستې دي چې تېر شوي يونيم کال نه دا هدايات دي چې تاسو رپورټونه جمع کړې تاسو کمېنټس جمع کړې نو په هغې کې دوي د ټال مټول نه کار اخېستو."

په دغه موقع د پاکستان د پوځ استازي د ۷۸ قضيو ريکارډ پېښور هايي کورټ ته وړاندې کړېدي او عدالت ته يي ويلي چې د کرونا وبا له امله په دفترونو کي زياتره چاروکي نيشته دي نو دوي ته دې د نور ريکارډ جمع کولو د پاره وخت ورکړې شي۔

په يادو کېسونو کې پېش کېدونکي وکيلانو په وېنا د دې نه وړاندې پېښور هايي کورټ د پوځي عدالتونو نه سزا شوې نورو ۷۰ نه سوا مشکوک ترهګرو سزا ګانې په کال ۲۰۱۸ کې کالعدم ګرزولې وې، روستو بيا مرکزي حکومت د پېښور هايي کورټ دغې فېصلې پر ضد په سپريم کورټ کې اپيل وکړو او سپريم کورټ هغه فېصله په ځايي ودرولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG