لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هایکورټ پښتونخوا حکومت ته له چاوڼۍ د چیک پوسټونو د ختمولو امر وکړ


د پېښور اعلی عدالت (هایکورټ) د پښتونخوا صوبایي حکومت ته امر وکړ، چې د ښار په پوځي چاوڼۍ کې جوړې امنیتي پوستې ختمې کړي، ځکه چې وایي له اوږدې مودې یې خلک له ستونځو سره مخامخ کړي دي.

د چیک پوسټونو د ختمېدو په اړه مشر وکیل خورشید خان ایډوکېټ هایکورټ ته درخواست ورکړی وو، هغه وي.او.اې ډیوه ته وویل چې په ښار کې پوځي چیک پوسټونو سرکاري دفترونو ته تللې لارې ټولې بندې کړې دي، چې ژوند یې ستونځمن کړی دی:

"ټول روډونه یې بند کړي دي، له ګورنر هاوس سره دېوال دی، له سیکرټرېټ سره دېوال دی، له پریس کلب سره دېوال دی، له بالاحصار سره دېوال دی، د امریکې قونسلګرۍ هم سړک بند کړی دی"

وکیل خورشید خان په یوه بل درخواست کې د پېښور له اعلی عدالت څخه غوښتي وو، چې ملېشه ځواکونه دي د پېښور تاریخي قلعه بالاحصار خالي کړي او عدالت په دې اړه له ملېشه ځواکونو ځواب غوښتی دی.

په درخواست کې ویل شوي وو، چې بالاحصار قلعه د پښتونخوا صوبې د ۲۰۱۶م کال د لرغوني آثارو د قانون له مخې قومي ورثه ګرځول شوې او پکار ده چې د نورو تاریخي او لرغونو یادګارونو لکه د ډیلي (لال قلعه) او د لاهور (شاهي قلعه) د ولس د نندارې لپاره پرانیستل شي.

د پېښور هایکورټ د درخواست په اورېدنه د عدالت دوه کسیزې جرګګۍ قاضيانو قیصر رشید او قاضي محمد ایوب خان برخه واخیسته، چې د کنټونمنټ بورډ [چاوڼۍ] مشر رانا افتخار ته یې امر وکړ، چې په پېښور کې اوس امنیت ټینګ شوی، نور دي په تدریجي ډول په چاوڼۍ کې جوړې امنیتي پوستې ختمې کړي.

د عدالت جرګګۍ د پېښور چاوڼۍ پر سړکونو جوړ شوي هغه دېوالونه په ګوته کړل، چې ښار ته د تللیو سړکونو د بندولو لپاره جوړ شوي دي. عدالت د کنټونمنټ بورډ مشر ته امر وکړ، چې د مقدمې تر را روانې اورېدنې پورې په ښار کې ټولې امنیتي پوستې وګوري او په اړه یې عدالت ته تفصیلي رپوټ وړاندې کړي.

که څه هم د کنټونمنټ بورډ مشر رانا افتخار وایي، چې د عدالت په امر یې ځینې غیرضروري امنیتي پوستې ختمې کړې دي او د امنیت له بشپړ ټینګښت سره به د وخت په تېرېدو نورې هم ختمې کړي، خو وکیل خورشید خان وایي اوس به ګوري چې د عدالت امر پر ځای کېږي که نه.

د یادونې وړ ده چې د پېښور په شمول د پښتونخوا په اکثرو ښارونو، قبایلي سیمو او بلوچستان کې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د ترهګرۍ له امله د امنیت لپاره ګڼ شمېر پوځي او ملېشه چیک پوسټونه جوړ کړل شوي دي، خو خلک اوس شکایت کوي چې پر دغو چیک پوسټونو خلک ځورول کېږي، بې عزته کېږي او په ګنټو- ګنټو وخت یې ضایع کېږي او د ختمېدو غوښتنه یې کوي.

XS
SM
MD
LG