لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : نيشنل گيمز پايې ته رسيدلي دي


پيښور : نيشنل گيمز پايې ته رسيدلي دي
پيښور : نيشنل گيمز پايې ته رسيدلي دي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې روانې 31مې قومي لوبې يا نيشنل گيمز دجمعې په ورځ په سختو امنيتي تدابيرو او دکتونکو په رنگارنگ نڅاگانو کې پايې ته رسيدلي دي.
دپيښور په قيوم سټيډيم کې تر يوې اوونۍ پورې روانو دغو قومي لوبو کې پاکستان ارمي 24 ځله سرفهرست پاتې شوه ، واپډا په دوهم او پاکستان نيوي په دريم نمبر وه.
پاکستان ارمي 110 دسروزرو تمغې، 74 دچاندۍ او 35 برائونز ميډلز په شمول ټولې 219 تمغې ترلاسه کړې.
دواپډا دټولو تمغو شمير 199 دى چې پکې 87 دسرو زرو، 56 دچاندۍ،58 برائونز ميډلز شامل دي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي دقومي لوبو په اختتامي دستوره کې په لوبغاړو انعامونه وويشل.
په 31م نيشنل گيمز کې پاکستان ارمي په لمړي، واپډا په دوهم نمبر وه.
په قومي لوبو کې دفټ بال، هاکۍ، والي بال، ټيبل ټينس، اتهليټکس ، باکسنگ، ريسلنگ، سوئمنگ، تائيکوانډو، کراټى، جوډو، ووشو، روئينگ په شمول 21 لوبې وشوې چې پکې د ښځو 7 او د سړو 21 ايونټ شامل دي.
دټول هيواد څخه خواؤشا درې نيمو زرو لوبغاړو په اتۀ ويشتو بيلا بيلو لوبو کې برخه واخسته چې پکې ښځې هم شاملې وې.
دپايې دستوره کې سيمه ييزې نڅاگانې هم وشوې او اتش بازش هم وکړل شوه.
دغه لوبې په پيښور کې ددسمبر په پينځه ويشتمه نيټه پيل شوې او په دغه مهال دامنيت سخت انتظامات شوي وؤ.
په قومي مقابلو کې برخه اخستونکو ښځو او صوبائي چارواکو وئيلي دي چې په پيښور کې دقومي لوبو پروگرام جوړولو سره مقامي ابادۍ ته زيات ډاډ ترلاسه شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG