لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې د پوليو ضد يو ورځنی کمپائن روان دی


پېښور کې د پوليو کمپائن په مهال د امنيت سخت گامونه پورته کړی شوي ، او د ۱۴۴ دفعې لگولو سره د موټر سائيکل په غبرگه سورلۍ بندېز لگول شوی دی .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې نن د پوليو ضد يو ورځنی کمپائن روان دی ، او په دغې مهال ښار کې د امنيت سخت گامونه پورته کړی شوي دي .

پېښور کې نن د اتوار په ورځ د پوليو ضد روان کمپائن کې به د پينځه ؤ کالو نه د کم عمر نزدې د اووه نيم لکه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول کيږي ، او د دغې کار دپاره د څلور زرو نه زيات ټيمونه جوړ کړی شوي دي .

پېښور کې د پوليو کمپائن په مهال د امنيت سخت گامونه پورته کړی شوي ، او د ۱۴۴ دفعې لگولو سره د موټر سائيکل په غبرگه سورلۍ بندېز لگول شوی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې په مختلفو ښارونو او قبائيلي سيمو کې له دې وړاندې د پوليو په ټيمونو قاتلانه حملې شوي ، چې پکې د پوليو کارکوؤنکي او هغويي سره ساتونکي پوليس هم په هدف شوي دي .

پاکستان کې تېر کال د پوليو ټول ۲۹۷ کېسونه مخې ته راغلي وو ، چې پکې تر ټولو زيات ۱۷۳ په قبائيلي علاقو او د خېبرپښتونخوا صوبې نه ۶۶ د پوليو کېسونه رپورټ شوي وو . او تېر کال د صحت نړيواله ادارې پېښور د پوليو وائرس مرکز(گړهـ) گرځولی ؤ.

پاکستان د نړۍ د هغو درېو هېوادونو په سر کې دی چرته چې د پوليو خطرناک جراثيم وس هم شتون لري ، او تېر کال په گرده نړۍ کې تر ټولو زيات د پوليو کېسونه هم پاکستان کې رپورټ شوي وو .

د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا داسې ملکونه دي ، چې هلته هم د پوليو جراثيم موجود دي .

XS
SM
MD
LG