لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د پولیو زنانه کارکونکو د افسرانو لخوا د غیر اخلاقي‌ غوښتنو پرضد احتجاج کړی


شاهين شاه اپریدی:

د پېښور حيات آباد یونین کونسل د پولیو زنانه کارکونکو نن د ځینو افسرانو لخوا د غیر اخلاقي غوښتنو او تنګولو پرضد مظاهره کړې او د صوبايي‌ حکومت او صحت محکمې نه یې د دغه افسرانو پرضد د کاروایۍ کولو او د خپل خوندیتوب غوښتنه کړې.

تر پنځوسو پورې زنانه احتجاج کونکو تور لګولی، د دفتر ځیني افسران یې په بېلا بېلو بهانو د کوره بې وخته رابلي، ورته د شپې ناوخته ټېلیفونونه کوي او د غیر اخلاقي غوښتنو نه منلو په صورت کې د وظیفو نه د لرې کولو دهړکې هم ورکوي. ځینو احتجاج کونکو زنانو وي او ای ډیوه ته ویلي، نه یواځې د کورنۍ ستونزو سره مخ شوي د سخت ذهني خفګان هم ښکار شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو اېمرجنسي اپرېشن سنټر د ویاند لخوا په دغې اړه خپور شوي یو بیان کې د زنانه کارکونکو لخوا لګول شوي تورونو په اړه ویل شوي، ٫٫ د دغه تورونو پلټنې پېل شوي او د پوره پلټنو وروسته به یې معلومات خپروي.٬٬

د پولیو اېمرجنسي اپرېشن سنټر په دغه بیان کې لیکل شوی: ٫٫ د پولیو پروګرام د ټولنې په مرسته چلیدونکی تر ټولو لوې د عامه صحت پروګرام دی. په دغه څانګه کې د مېرمنو لویه شمېره برخه اخلي چې کور په کور ماشومانو ته د پولیو پرضد څاڅکي ورکوی. دغه پروګرام په سختۍ سره د کرونا نه د ځان ساتنې وړاندیزونه یا اېس او پیز او د زنانو د زورولو مخنیوی یقیني او عملي کوي.٬٬

بیان کې وړاندې وېل شوي ٫٫ د پولیو مخنیوي پروګرام د ټولو کارکونکو خوندیتوب په خاصه توګه ښځو ته د خوندي ماحول ورکولو لپاره سخت اوصول لري.٬٬

د پولیو ښځینه کارکونکو د تورونو په اړه په پېښور کې د روزنې د څانګې (ټرېننګ کنسلټنټ) ځايي مشرې وي‌ او ای ډیوه ته ده څه وېلو نه انکار کړی او د دغې پېښې په اړه د څه قسمه معلوماتو شریکولو نه هم ډډه کړې.

نن په حیات اباد کې د احتجاج په مهال یوې مېرمن (ع بي بي) وي او ای ډیوه ته ویلي، یو افسر یې د شخصي ویډیو په سوشل میډیا د خپرولو په بهانه بې وخته د کوره بهر رابلي. دغه مېرمن وي او ای ډیوه ته ویلي: ٫٫ ځه نه یم خبر چې دا کومه ویډیو ده خو زما یقین دی چې دغه ماته کورنۍ ستونزې جوړولی شي. دغه افسر (س) زما د دغه ویډیو خپرولو دهړکې راکوي.٬٬

دغه مېرمن ګیله کوي د ادارې مشرانو ته یې دغه شکاېت د (اېمیل) او خط په شکل لیګلي خو تر اوسه ورته کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

یوې بلې مېرمن هم دغه شان تورونه لګولي چې یو افسر ورته د نوکرۍ نه د وېستلو دهړکې ورکوي او په نژدیو ورځو کې یې د یاد دفتر نه درې زنانه کارکونکي لرې کړي هم دي.‌ احتجاج کونکو میرمنو دهړکه ورکړې که چرې د دوي غوښتنو ته ځواب وه نه وېل شو نو په راتلونکې کې به د پولیو څاڅکو ورکولو د مهم نا په ګډه انکار وکړي.

د پېښور په حيات آباد کې د ۵۰ نه زیاتې زنانه کار کوي او دوي په ګډه د خپلو غوښتنو لپاره نه یواځې غږ پورته کړی، خپل منځ کې یې یوه لوظنامه هم لاس لیک کړې. د دې تر څنګ یې د بشري‌ حقونو لپاره کارکونکې ادارې ٫٫ بولو هېلپ لاېن٬٬ کې هم خپل شکاېت درج کړي.

احتجاج کونکي وايي، دوي د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تيمور سليم جهګړا، د صحت محکمې او د پوليو د مخنيوي قامي ادارې نه هم د خوندیتوب غوښتنه کوي.‌

په نني احتجاج کې برخه اخستونکې یو بلې زنانه (ن بي بي) ویلي، ځیني افسران یې په سېل/چکر د ښار نه په بهر تلو مجبوروي او د نه تلو په صورت کې ترې پېسې اخلي او د انکار کولو وروسته د دغه افسرانو لخوا د سختو رویو سره هم مخ کیږی.‌

په خېبر پښتونخوا کې د کار په ځایونو کې د زنانو د زورونو پرضد کارکونکو غیر دولتي ادارو د شمیرو تر مخه سږ کال په صوبه کې د ۹۰۰ نه زیاتې دغه شان پېښې رپورټ شوي. په یادو پېښو کې د ۴۰ فیصده نه زیاتې یواځې په پېښور کې رپورټ شوي. د دغه ادارو تر مخه د زنانو د زورولو زیاتې پېښې د زده کونکو، په دفترونو کې کارکونکو او په خاصه توګه د صحت په محکمه کې رپورټ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG