لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: د شخصي سکول پرنسپل د طالبعلمانو او ښځو سره په جنسي زیاتي تورنګرځول شوی


د پېښور یو ځايي عدالت د یو شخصي سکول پرنسپل د طالبعلمانو او زنانو سره په جنسي زیاتي، ناوړه ګټو، بدنامولو او لوڅو ویډیو ګانو جوړولو په تور تورن ګرځول شوی.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د یو رپورټ تر مخه د حیات اباد یو شخصي سکول پرنسپل د دغه تورونو منلو نه انکار کړی. او جج یا قاضي د فرورۍ په دریمه نیټه د دغه قضيې نور ګواهان رابللي. د پېښور دغه شخصي سکول مالک او پرنسپل تیرکال (کال ۲۰۱۷م) د جولايي میاشتې په ۱۴مه نیټه د پولیسو لخوا نیول شوی وو. د پرنسپل لخوا په دغه قضیه کې د ضمانت خواستونه د پېښور ځايي عدالتونو او هايي کورټ د وړاندې نه رد کړي.

په دغه پرنسپل د سکول یو طالبعلم شکایت کړی وو چې د سکول ماشومانو( هلکانو او جینکو) سره جنسي زورنې کوي او بیا په پټو کېمرو د دوي ویډیو ګانې هم جوړوي.

په نوموړي د پاکستان پېنل کورټ لاندې اته تورونه لګول شوي چې پکې د ماشومانو سره جنسي زیاتي، د ښځو جنسي زورنه، زنا او د ماشومانو او ښځو خفیه وډیوګانې جوړل هم شامل دی. تیر کال د نیول کیدو وروستو دغه تن په خپل بیان کې منلي وو هغه یواځي سکول ته د بهر نه ښځې د جنسي اړیکو لپاره راوستې او د دغه ناوړه کارونو ویډیو ګانې به يې جوړولې.

د پولیسو د ابتدايي رپورټ یا اېف اېي ار تر مخه کله چې په دغه سکول چهاپه اوهل شوه نو دغه تن خپل دوه موباېل ټیلیفونونه پټول، چې پکې یو شمیر داسې غیر اخلاقي ویډیو ګانې وې چې د سکول ماشومان پکې لیدل شوي.

د دغې کېس یا قضېې بیا اورونه به د فرورۍ په دریمه نیټه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG