لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په گډون د ټول ملک سکولونه خلاص شو


د پوځ سرلښکر سکول کې د ماشومانو په اسمبلۍ کې گډون کړی دی او وئيلي يې دي ، د ماشومانو حوصلې لوړې دي او دا قوم ماتې نه شي خوړی .
د پوځ سرلښکر سکول کې د ماشومانو په اسمبلۍ کې گډون کړی دی او وئيلي يې دي ، د ماشومانو حوصلې لوړې دي او دا قوم ماتې نه شي خوړی .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سرښار پېښورکې په ۱۶م دسمبر آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې وروستو چې په ټوله صوبه کې سکولونه تړل شوي وو ، نن د گل په ورځ د آرمي پبلک سکول په گډون د ټولې صوبې او ملک سکولونه بيرته خلاص شو .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د مېرمنې پېښور کې په هدف شوي آرمي پبلک سکول ته ورغلی ، او د ماشومانو هرکلی يې کړی دی .

تېره مياشت په ۱۶م نېټه آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو په بريد کې د سکول د ۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان وژل شوي وو ، او په سکول د بريد وروستو بيا په ټوله صوبه کې چهټيانې ورکړل شوي وې . او د امنيت له کبله په ټول ملک کې د ژمې ورکړل شوې چهټيانې لس ورځې نورې غځول شوې وې .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار جنرال راحيل شريف نن د گل په ورځ آرمي پبلک سکول پېښور ته ورغلی ، او د ماشومانو هرکلی يي کړی دی .

د بيان ترمخه د پوځ سرلښکر سکول کې د ماشومانو په اسمبلۍ کې گډون کړی دی او وئيلي يې دي ، د ماشومانو حوصلې لوړې دي او دا قوم ماتې نه شي خوړی .

د خېبرپښتونخوا صوبې د ايليمنټري ايجوکېشن د اسټېنډنگ کميټۍ مشر عارف احمدزي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، نن د صوبې زياتره سرکاري اوشخصي سکولونه خلاص شوي ، ولې ځينې داسې شخصي سکولونه شتی چې د سکول خلاصېدو اجازت نامه يي نه ده ترلاسه کړې هغه لا بند دي .

احمدزي ووئيل ، د پوليس او تعليم د محکمې يوه گډه کميټي جوړه کړی شوې ، دغه کميټي به نن د مختلفو علاقو دورې کوې ، او گوري به چې د سکولونو د حفاظت ټول انتظامات شوي دي کنه ـ لکه ديوالونه لوړول ، او ازغن تار پرې لگول او په سکولونو د محافظو ودرول ـ د هغې وروستو به اجازت ورکول کيږي ، چې سکولونه خلاص کړی شي .

نوموړي زياته کړه پېښور کې په زياتره سکولونو کې د څارنې دپاره کېمرې لگول شوي ، او سيکيورټي گارډز پرې هم ځايي په ځايي کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې نه علاوه پنجاب او سندهـ صوبه کې هم نن د گل په ورځ سکولونه خلاص شوي ، او چارواکي وايي د سکولونو د حفاظت دپاره ټول انتظامات ترسره کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG