لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د حملې وروستو د خېبرپښتونخوا سکولونه بيا پرانستل کيږي


پېښور کې په سکول د بريد سره يو لور ته چې د امنيت له کبله د خېبرپښتونخوا صوبې ټول سرکاري او شخصي سکولونه بند کړی شوي وو ،
پېښور کې په سکول د بريد سره يو لور ته چې د امنيت له کبله د خېبرپښتونخوا صوبې ټول سرکاري او شخصي سکولونه بند کړی شوي وو ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د دسمبر په ۱۶م نېټه ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې چې پکې د ۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان وژل شوي ، د دغې بريد وروسته په ټوله صوبه کې بند کړی شوي سکولونه صبا بيا پرانستل کيږي .

پېښور کې په سکول د بريد سره يو لور ته چې د امنيت له کبله د خېبرپښتونخوا صوبې ټول سرکاري او شخصي سکولونه بند کړی شوي وو ، نو بل لور ته د صوبې په غرئيزه علاقو کې د ژمې د موسم چهټيانې هم د وخت نه مخکې اعلان شوې وې . او ټول سکولونه بند کړی شوي وو .

او پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد نه پس د خېبرپښتونخوا د صوبې حکومت ترڅنگ په ټول ملک کې د سکولونو د خوندي ساتلو دپاره د گامونو اخيستو په لړ کې د تگ لارو جوړولو دپاره غونډې شوي ، او د خېبرپښتونخوا د حکومت سره د پنجاب او سندهـ صوبې چارواکو وئيلي د سکولونو د سيکيورټۍ دپاره کلک انتظامات نيول شوي دي .

د پېښور په سکول د بريد چې لا مياشت يې نه ده پوره شوې ، په دغې سکول کې د وژل شوؤ او نورو سبق وئيونکو ماشومانو کې د ځينو مور پلار د امنيت دپاره اندېښمن دي خو زياتره بيا وايي ، حوصلې يي لوړې دي ترهگرو دغه بريد په تعليم کړی ؤ او دويي به ترهگرۍ ته د تعليم د لارې ماتې ورکوي او خپل ماشومان به د صبا نه سکولونو ته ليږي .

د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د ټولې صوبې سکولونو ته هدايات جاري کړي ، چې د سکولونو د حفاظت دپاره دې په خپلو خپلو علاقو کې داسې کسان ونيول شي چې ريټائرډ او وسله ورسره وي ، حکومت به ورته وظيفه ورکوي .

او په ځانگړې بيا د ارمي پبلک سکول چې خونړی بريد پرې شوی ؤ ، د دغې سکول دېوالونه لوړ کړی شوي ، د څارنې دپاره پرې کېمرې لگول شوي او سکول ته په تلونکې لار د تلاشۍ دپاره اضافي پوسټونه جوړ کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا حکومت دوه ورځې وړاندې د سکولونو د بيا پرانستو او په صوبه کې د سکولونو او کالجونو د حفاظت او د سکولونو د ماشومانو په گاډو کې د يو وسله په لاس ساتونکي ودرولو دپاره هدايات جاري کړي وو ، او وئيلي ؤ که کوم شخصي سکول په دغو هداياتو عمل نه کوي نو هغې سکول ته به د پرانستو اجازت نه ورکول کيږي .

ولې راپورونه وايي چې د صوبې د چارواکو په هداياتو باندې يواځې د پېښور ، مردان او چارسدې سره په ښاري علاقو کې د سکولونو د حفاظت گامونه پورته کړی شوي ، او په لرې پرتو علاقو کې په سرکاري او شخصي سکولونو کې د سيکيورټۍ کوم خاص انتظامات نه ليدل کيږي .

بل لورته د پنجاب صوبايي حکومت لخوا هم تېره ورځ وئيل شوي ، چې په صوبه کې يې د سکولونو د سيکيورټۍ دپاره پلان تيار کړی ، په سکولونو به د څارنې دپاره کېمرې لگول کيږي او محافظ به پرې هم ودرولی شي .

د نور ملک په رنگ د سندهـ صوبايي حکومت هم پېښور کې په سکول د بريد وروستو د امنيت له کبله په صوبه کې د ژمي ورکړی شوې چهټيانې چې د جنورۍ د پنځمې نېټې پورې وې ، بيا د جنورۍ د ۱۲م نېټې پورې غځولې وې .

او تېره ورځ د کراچۍ کمشنر او د ښار د پوليس چارواکو سره د محکمه تعليم چارواکو يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې په صوبه او په خصوصي توگه کراچۍ ښار کې يي د سکولونو د حفاظت دپاره گامونه پورته کړي ، او شخصي سکولونو ته هم د سکولونو د حفاظت دپاره هدايات ورکړی شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG