لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې د سېک ټولنې یو فعاله غړی ووژل شو


سردار چرنجیت سنگ د ال پاکستان ورلډ ریلیجنز نومې تنظیم ترڅنگ د یو شمیر نورو مدني او ټولنیزو تنظیمونو غړی و، د نهې، سه شنبې، په ورځ د پیښور ښار کوهاټ اډی سره خوا کې په سکیم چوک په خپل دکان کې په موټر سایکل ورغلو حمله کونکو ووژلو
سردار چرنجیت سنگ د ال پاکستان ورلډ ریلیجنز نومې تنظیم ترڅنگ د یو شمیر نورو مدني او ټولنیزو تنظیمونو غړی و، د نهې، سه شنبې، په ورځ د پیښور ښار کوهاټ اډی سره خوا کې په سکیم چوک په خپل دکان کې په موټر سایکل ورغلو حمله کونکو ووژلو

د پاکستان صوبه خېبر پښتونخواه سرښار پیښور کښې نامعلومه وسله والو د سېک ټولنې یو فعاله غړی په ډزو وژلی دی.

سردار چرنجیت سنگ د ال پاکستان ورلډ ریلیجنز نومې تنظیم ترڅنگ د یو شمیر نورو مدني او ټولنیزو تنظیمونو غړی و، د نهې، سه شنبې، په ورځ د پیښور ښار کوهاټ اډی سره خوا کې په سکیم چوک په خپل دکان کې په موټر سایکل ورغلو حمله کونکو ووژلو.

حمله کونکي د برید وروستو په تیښته کې بریالي شوېدي او پولیسو د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه درج کړیده.

پاکستان کښې د کال ٢٠١٧ د سرشمیرنې ترمخه قریباً ٣٠ لکه سیکان اباد دي چې نیم په نیمه پیښور کښې اوسیږي.

پاکستان کې د مذهبي اهنگۍ کارکونکی رادېش سنگ ټوني وي او ای ډیوه ته ویلي "د وژل شوي سردار چرن جیت سنگ چا سره دښمني نه وه او د ده وژنه ترهگري ده."

رادېش کمار په صوبايي حکومت لږ کیو ته تحفظ ورکولو کښې د ناکامۍ تور هم ولگو.

گوپال سنگ نومي یو بل سېک مشر هم د رادیش کمار د خبرو تائید کړې او وايي د وژل شوي مشر چا سره څه دښمني نه وه.

۴٨ کلن سردار چرنجیت سنگ د تیراه خېبر ایجنسۍ اوسیدونکې و او د تیرو شلو کلونو راهېسې یې د خپل خپلوانو سره په پېښور کې ژوند کولو.

د چرنجین سنگ د مرگ خبر سره د یادې ټولنې یو شمیر غړي د پیښور لیډي ریډنگ هسپتال او خواه کې جوگیواړه درمسال ته ورغونډ شول. د سردار چرنجیت سنگ اخیري رسومات به سبا د شورو، چارشنبې، په ورځ ترسره کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG