لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور په اتوو علاقو کې د کرونا وایرس د زیاتو کېسونو له امله سمارټ لاک ډاون پرځای کړی شوی


د سمارټ لاک ډاون علاقو ته د خلکو په ورتګ او بهر وتلو، په ګڼې ګوڼي او په جماعتونو کې د پنځه تنانو نه زیاتو کسانو په جمع مونځ بندېز لګول شوی دی

د پېښور ضلعي انتظاميي د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره هغه اتوو علاقو کې سمارټ لاک ډاون یا ټولبند پرځای کړی چېرته چرته چې د کرونا وبا دوهمې چپې په مهال د کرونا وايرس مثبت پېښې زياتې په ريکارډ راځي۔

د صحت چارو پوهان وايي سمارټ لاک ډاون سره به هلته د کرونا وايرس خورېدو مخنيوې ممکن وي چې کله د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اصولو باندې په مکمله توګه عمل وکړل شي۔

بلخوا کار پوهان وايي چې د ضلعي انتظاميي لخوا دغه سمارټ لاک ډاون خو لګول کېږي ولې په دغه سيمو کې هر ډول هلې ځلي د پابندۍ باوجود هم جاري وي او خلک د اېس او پېز يا سپارښتنو خيال نه ساتي چې له امله يې کرونا وايرس نورو سيمو ته هم خورېږي۔

د پېښور ضلعي انتظاميي لخوا د کرونا وايرس مخنيوي په عرض د سمارټ لاک ډاون لګولو په اړه جاري شوې اعلاميه کې وویل شوي چې دغه سيمو ته د خلکو په ورتګ او بهر وتلو، په ګڼې ګوڼي او په جماعتونو کې د پنځه تنانو نه زیاتو کسانو په جمع مونځ بندېز لګول شوی دی او په دغه علاقو کې به يوازې د دوایانو، د خوراکي شيانو دوکانونه او تنورونو ته د پرانستولو اجازه وي۔

د سمارټ لاک ډاون په اړه د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ډاکټر اصغر خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د موثر لاک ډاون او په دغه سيمو کې د صحت محکمې د اصولو مطابق په اېس او پيز يا سپارښتنو عمل کولو سره د کرونا وايرس نورو سيمو ته د خورېدو مخنيوی مکمن کېدلې شي۔

" لکه مثال يې داسې شو چې يو کور دې په هغې کې يو کس هم بيمار دې نو په هغه کور کې پنځه يا شپږ تنان نور هم دي نو هغوئ به هم متاثره کېږي او که دغه خلق د کور نه باهر لاړل نو دوئ نور خلک هم ناروغه کولی شي، نو چې کله دوئ د کور نه باهر نه وځي او دغه 14 ورځې په کور کې تېرې کړي نو دوئ به هم صحت مند شي او نور خلک به هم اغېزمن نه کړي نو هم دغه شان مثال د يوې علاقې هم دې چې ټوله علاقه وتړل شي نو دا وايرس به نور نه خورېږي"

نوموړي زياته کړه چې کومو علاقو کې سمارټ لاک ډاون ولګول شي هلته د خلکو ټېسټونه، د هغو د صحت او خوراک د پاره ضروري شيان په وخت ورکول ډېر مهم دي.

" د کومو ناروغانو چې دا رنځ پړپوسانو ته ورسي او په سه اخستو کې ورته مسله شروع شي نو د هغوئ د پاره غوره ځاۍ هسپتال دی، نو پکار دا ده چې دوئ د پاره ځانګړی هسپتال وي نو د يو بيمار نه به دا مرض نورو ناروغانو ته نه خورېږي"

د پاکستان وفاقي حکومت ترڅنګ ټولو صوبو هم د معاشي مسلو پېدا کېدو له امله د عمومي لاک ډاون يا ټولبند کولو پرځايي په هغه علاقو کې د سمارټ لاک ډاون کولو فېصله کړې چرته چې د کرونا وايرس پېښو کې تندۍ سره زياتوالې راځي۔

په پېښور کې مېشت صحافي فياض احمد چې د يو شخصې ټيليويژن سره د صحت په برخه کې خبريالي کوي وايي چې په کومو علاقو کې ضلعي انتظاميه سمارټ لاک ډاون کوي نو هغه موثر ځکه نه وي که يو خوا خلک د اېس او پيز يا سپارښتنو عمل نه کوي نو بلخوا ضلعي انتظاميه هم په خلکو زور نه اچوي چې دغلته تګ راتګ بند کړي او د ګڼې ګوڼې جوړېدو مخنيوې ممکن کړي۔

" په کومو علاقو کې چې دوئ سمارټ لاک ډاون ولوګوي نو پکار خو دا ده چې هلته په اېس او پيز يا سپارښتنو پوره پوره عمل وکړل شي خو هلته ټول دوکانونه او هوټلونه پرانستل شوي وي، هلته د پوليس لخوا يو بورډ خو لګېدلې ؤ چې دلته ورتګ منع دې خو ما وکتل چې هلته خلک ورتلل او په موټرسائکلو خو درې درې تنان هم سواره وؤ، هم د هغه ځاۍ جماعت کې چې مونځ کېدلو نو د علاقې ټول خلک راتلل جمعې ته نو په هغې کې هم په اېس او پيز يا سپارښتنو باندې عمل نه کېدو او نه د جماعت امام لخوا څه هدايت نامه لګېدلې وه"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو تازه شمېرو ترمخه تېرو 24 ګنټو کې د کرونا وايرس نه 10 لس تنانو ژوند د لاسه ورکړې او 357 تنان ناروغه شوي دي۔ شمېرې ښايي چې د صوبې په کچه تراوسه پورې په مجموعي توګه 52449 تنان ناروغه شوي او په کرونا ناروغۍ اخته 1473 کسانو ژوند د لاسه ورکړې دې۔

XS
SM
MD
LG