لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له امله د پېښور دریو لویو روغتونونو د مریضانو دکتلو شمېر کم کړی


په معمول کې د دریو واړو هسپتالونو او پي ډیز ته د ورځې په حساب قریباً 11000 مريضان د طبی معاینې او علاج د پاره ورځي
په معمول کې د دریو واړو هسپتالونو او پي ډیز ته د ورځې په حساب قریباً 11000 مريضان د طبی معاینې او علاج د پاره ورځي

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدونکو تنانو په شمېره کي په تندۍ د زياتوالي له امله د پېښور دریو لويوروغتونونو لېډي ريډنګ هسپتال، خېبر ټينچنګ هسپتال او حيات آباد مېډيکل کمپلکس په او پي ډيز یا معاینې دپاره ورتلوونکو مريضانو شمېره د ورځې په حساب په مجموعي توګه 3000 ته کمه کړې ده.

په معمول کې د دریو واړو هسپتالونو او پي ډیز ته د ورځې په حساب قریباً 11000 مريضان د طبی معاینې او علاج د پاره ورځي ۔

د يادو هسپتالونو انتظاميه وايي چې د داسې ډول اقداماتو مقصد په هسپتالونو کې رش کموول دي چې د وبا ړومبۍ څپې په څېر په روغتونونو کې يو ځل بيا طبي عمله د وايرس څخه په زياته شمېره کې اغېزمنه نه شي۔۔

د پېښور دغه لويو هپستالونو په او پي ډيانو کې د مريضانو تعداد په داسې حل کې راکم کړی شوی چې د هېواد په کچه د کرونا ناروغانو شمېره روزانه حساب سره د سلګونو پرځاۍ اوس زرګونه رېکارډ کېږي او د ياد رنځ له امله د خلکو د مړيني شرح هم سوا شوېده۔

د پېښور ايل ار ايچ هسپتال وياند محمد عاصم وي او ای ډيوه ته وويل د مريضانو سره رشته دار په زيات تعداد کې راځي او له امله يې په هسپتال کې رش سوا کېدو سره د خلکو لخوا د ايس او پيز يا سپارښتنو خيال نه ساتلی کېږي، نو په داسې صورت حال قابو مندولو او طبي عمله د کرونا وايرس نه خوندي کولو په لړکې انتظاميي دا پرېکړا وکړه۔

" د ټولې صوبې نه دلته کې روزانه خواوشا 5000 پورې مريضان راځي، نو د کرونا وايرس د ويري له وجې مونږه دا فېصله وکړه چې د ايل ار ايچ په او پي ډي کې به روزانه 1000 مريضان کتلی کېږي د هغې يو غټه وجه دا ده چې دلته کې يو مريض سره دوه درې تيماردران هم راځي نو ظاهره خبره ده چې 5000 مريضانو سره دومره تنان راځي نو دا تقريبا 15000 نه واخله 20000 خلق جوړېږي"

د پېښور خېبر ټيچنګ هسپتال وياند فرهاد علي وي او ای ډيوه ته ويل د حکومت د هداياتو په رڼه کې او د وبا په دوهمی چپه کې د ياد هسپتال د 50 سوا طبي عمله د کرونا وايرس نه ناروغه کېدو له وجې د ياد هسپتال په او پي ډي کې د مريضانو شمېره کمه کړل شوې۔

" نو زمونږه خو دلته يو مسله دا روانه وه چې زمونږه خپله طبي عمله د وايرس نه اغېزمنه شوېده، نو اوس دلته 1300 پورې او پي ډي به کېږي او عامو ورځو کې به دلته دا 4500 نه 5000 پورې او پي ډي کېدله يا مريضان به راتلل"

دغه شان د پېښور حيات آباد مېډيکل کمپلکس د انتظاميي د وېنا ترمخه د هسپتال په او پي ډي کې د مريضانو د معاينې کولو تعداد راکم کړل شوېدی او چې نور کله به روزانه حساب سره 1500 نه تر 2000 مريضانو معائني کېدله نو اوس 700 ناروغان کتلې کېږي۔

د پېښور ايل ايچ هسپتال ډاکټر امير غفور خان وايي په موجوده حالاتو کې معمولي ناروغو سره مخ خلکو ته نه دي پکار چې هپستال ته را شي، دې وايي د يو مريض سره زياتو خلکو هسپتال ته تلو له کبله هم دا وايرس په اسانۍ سره په خلکو کې خورېږي۔

" يو ډاکټر د زرګونو خلکو علاج کوي نو چې تاسو يو ډاکټر ناجوړه کړی نو هغې سره خو زرګونو خلقو ته نقصان دی کنه، نو ډېر احتياط پکار دې او چې داسې معمولي مرض وي نو هغې له نه دي راتلل پکار هسپتال ته، او هسپتال ته خو يو مريض سره چې يو تيماردار راځي نو دا خو تاسو وګڼي چې عبادت دې"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه په صوبه کې تېرو 24 ګنټو کې 380 تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او دوه تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړې دې، شميرې ښايې چې د صوبې په کچه تردې دمه د کرونا وايرس نه ټول 42 زره، 300 او 70 تنان ناروغه شوي او په کرونا وايرس اخته 1311 ناروغان په حق رسيدلي دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG