لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې به ٢٥ پولیس تاڼې جوړول کېږي


کې د پوليس ريجنز په اړه چې کوم نوټيفيکيشن صوبايي کابينې تا وړاندې کړې شوې وو د هغې ترمخه جنوبي وزيرستان د ډي ايئ خان ريجن، شمالي وزيرستان د بنو ريجن، اورکزيئ او کرم د کوهاټ ريجن، خېبر د پېښور ريجن، مهمند د مردان او باجوړ د مالاکنډ ريجن حصه جوړه کړې شوېده

دخېبرپښتونخوا کابينې په صوبه کې ورګډو شویو قبايلي ضلعو کې ۲۵ پوليس سټشينو یا تاڼو د جوړولو منظوري ورکړېده. د کابينې په غونډه کې دا فيصله هم شوې چې صوبايي وزيران به د قبايلي سيمو دورې کوي.

د صوباي کابينې د اجلاس وروسته خبرې غونډې ته وزير اطلاعات شوکت يوسفزۍ وویل په ائين کې د ۳۱ ترميم وروسته په صوبه کې ضم شوې قبايلي ضلعو ته ټول قوانین ورغځول شوېدي او دا چې په يادو ضلعو کې هر قسم قانون باندې په صحيح توګه عمل کولو دپاره قانون عملي کونکې ادارې قبایلي ضلعو ته ورغځول کیږي.

د وزير اطلاعت شوکت يوسفزي وېنا وه د خېبر پښتونخوا پوليس ايکټ ۲۰۱۷ قبايلي ضلعو ته غځزول شوېدی او په دغو ضلعو کې پوليس سټيشنز جوړولو منظورې صوبايي کابينې ورکړېده. نوموړي زياته کړه قبايلي ولس ته زر او په اسانه انصاف ورکولو په عرض هره ضلع کې ججان پرځای کړی شوې دي.

شوکوت یوسفزي وویل د نویو قبایلي ضلعو ٢٥ سب ډویژنې دي او په هر سب ډویژن کې به په لومړي مرحله کې ٢٥ ناڼې جوړیږي. هغه زیاته کړه چې په قبایلي ضلعو کې د لیویز کارکونکي به په پولیس کې بدل کړی شي او نوي بهرتي به هم کولی شي.

شوکت يوسفزي دا هم وويل د پوليس ايکټ ۲۰۱۷ د لاندې په قبايلي ضلعو کې د پوليس ريجنز په اړه چې کوم نوټيفيکيشن صوبايي کابينې تا وړاندې کړې شوې وو د هغې ترمخه جنوبي وزيرستان د ډي ايئ خان ريجن، شمالي وزيرستان د بنو ريجن، اورکزيئ او کرم د کوهاټ ريجن، خېبر د پېښور ريجن، مهمند د مردان او باجوړ د مالاکنډ ريجن حصه جوړه کړې شوېده.

وزير اطلاعات شوکت يوسفزيئ وينا وه چې کابينې اجلاس په مهال دا فېصله هم وشوه چې د قبايلي ولس ستونزو اوريدو او هغه حل کولو لپاره به صوبايي وزيران وخت په وخت د قبايلي ضلعو دورې کوي.

د اطلاعاتو وزیر وویل "څنګه چې مونږه په خپل کې پي کې دورې کوو، داسې دورې پکار دي چې وزيران صاحبان چې دي هغه د نوې چي کوم انظمام شوېدې دغه ضلعو تا هم لاړ شي، باجوړ با وزيرستان پورې څومره ضلعې دي زمونږه چې دې تا وزټ ووکي باقاعده هلته خلقو سره ميلاؤ شي د خلقو مشکلات حل کې."

خبرې غونډې په مهال صوبايي وزير اطلاعات وويل چې د مالي کال ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ بجټ باقاعده جائزه اخيستې شوېده او کابينې د بجټ سفارشاتو جوړولو منظوري ورکړه، او دا چې د وفاق په ذمه د صوبي کوم بقاياجات دي د هغې په اړه به وفاقي حکومت او وزير خزانه سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG