لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: بمي چاؤدنوکې دوه ښځې وژل شوي دي


پيښور: بمي چاؤدنوکې دوه ښځې وژل شوي دي
پيښور: بمي چاؤدنوکې دوه ښځې وژل شوي دي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور سره نزدې سيمه کې ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې دوه ښځې وژل شوې او ددريوؤ ماشومانو په شمول 6 کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې په شکۍ هندکيان سيمه کې دگند په ډهيري کې پټ کړل شوى بم هاغه مهال وچاؤيدو کله چې دغلته په يو سړک دسکول گاډى تيريدو.
سرچينې وائي په چاؤدنه کې چې کومې ښځې وژل شوي هغوي به په سکول کې ماشومانو ته سبق ښودلو.
دامدادي کارروائيو لپاره چې کله خلک دپيښې ځايې ته ورسيدل نو په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه.
دپوليسو يومشر افتخار شاه په دغه حقله وئيلي دي ددغه پيښې هدف ديو شخصي سکول بس ؤ.
هغه په چاؤدنه کې ددوؤ ښځو دوژنې پخلى وکړو.
دهسپتال دسرچينو له مخې په پيښه کې څلور نورې ښځې اودرې ماشومان هم ژوبل شوي دي.
دمقامي پوليسو يومشر امير سلطان وائي داسې امکان کيږي چې بمونه دريموټ کنټرول له لارې چول شوي دي.
هغه وويل مونږ دپيښې پځايې کې بيټري سيلز او نور داسې مواد ترلاسه کړي چې ترې معلوميږي دغه چاؤدنې دريموټ کنټرول په ذريعه ترسره شوي دي.
په سمدستي توگه ددغه بمي چاؤدنو ذمه واري چا په غاړه نۀ ده خو طالب جنگيالي چې دجينکو دتعليم مخالفت کوي په نزدې کلونو کې يې په سيمه کې گڼ شمير سکولونه تباه کړي دي اوعموماً ددغه شان چاؤدنو ذمه وارۍ هم قبلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG