لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو ادب اؤ صحافت وده کې د ورځپاڼې وحدت اؤ پیر سفید شاه همدرد کردار


Pir Sufaid Shah Hamdard
Pir Sufaid Shah Hamdard

په خېبر پښتونخوا کې خبریالان او څېړونکي د پښتو ژبې ورځپاڼې وحدت او د هغې د مدير او باني خدای بخښلي پير سفېد شاه همدرد د پښتو ژرنلزم [صحافت] لپاره خدمتونه ستايي خو دا هم وايي چې ورځپاڼې د ځينو مجبوريو له امله د افغانستان په اړه اکثره وخت د پاکستان تګلارې ته زيات ځای ورکړی.

د وحدت باني پير سفېد شاه اوړمه ورځ د 95 کالو په عمر کې په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو.

د پاکستان د خبريالۍ او صحافت په مېدان کې د اردو او تر څه حده د انګريزي ژبو برلاسې میډیايي ځغل کې په پښتو او يا د پاکستان په نورو سيمه اېزو ژبو کې ژرنلزم يا خبري اداره جوړول تل يو چېلنج ګڼل کېږي خو په میډيا نظر ساتونکي پوهان وايي وحدت ورځپاڼې په سختو حالاتو کې په سيمه کې پښتو صحافت ته وده ورکړې او په پاکستان کې يې د پښتو ژرنلزم ژوندي ساتلو کې مهم رول لوبولی.

څېړونکي دريځ لري چې ورځپاڼې وحدت دافغان جګړې پرمهال د افغانستان په اړه د پاکستان حکومتي تګلاره پرمخ وړې ده خو د ژبې ،ادب اؤ صحافت دخدمت یو اوږد تاریخ یې هم رقم کړی دی.

د ورځپاڼې مدیر وایي هیڅکله یې هم یوازې دپاکستان په ګټو اډاڼه خپرونې نه دي کړي بلکې تل یې دپېښور سره یو شان دکابل غم هم ژړلی دی.

د وحدت لیکنې،هدف یې څه؟

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر پروفېسر روح الله وي او ای ډيوه ته وويل وحدت اخبار په دې منطقه کې د پښتنو د شخړو هوارولو،دافغان کډوالو او ځايي اولس ترمنځه ښو اړيکو جوړولو او دپښتون کلتور نړۍ ته ښودلو کې د پیل راهسې مهم کردار لوبولی دی.

" دې اخبار دپښتنو خپل منځي اړي ګړي او دهغوئ دنظرياتي مسلو هوارولو په اړه هم وخت په وخت ډېرې ښې لیکنې خپرې کړي دي او کوشش يې کړی چې دا خلک او دا سيمه پرمختګ وکړي"

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي وخت په وخت چې دې سیمه کې دپښتنو ترمنځ دپروپیګنډو دلارې زړه بداوي ته کومه لمن وهل شوې،وحدت دهغې په شنډولو کې هم خپل کردار په ذمه دارانه ډول ادا کړی دی.

پيښور کي ميشت قبايلي صحافي اسلام ګل اپريدی چې وحدت ورځپاڼه کې ليکل کوي هغه وايي ياد اخبار په دې سيمه کې د تېرو څولسيزو راهسې يو شمېر د پښتو ژبې خبريالان پېدا کړي دي.

نوموړی وايي وحدت ورځ پاڼې نه يوازې ځوان کول ته په پښتو کې د صحافت موقعه ورکړې بلکې په یوه ځانګړې برخه کې د پښتنو مېرمنو لیکنو ته ځائ هم ورکوي.

دښاغلي اپریدي په وینا" ترکومه چې مونږه د پښتو صحافت خبره کوؤ نو په هغې کې د وحدت اخبار ډېره لويه برخه ده ځکه چې زمونږه زمونږ ددې سیمو اؤ دافغانستان څخه راغلي پښتانه په پښتو ليک او لوست پوهېږي نو د هغوئ د مالوماتو د پاره د ټولو نه لويه سرچینه دا وحدت اخبار دی چې تر اوسه یې خلک لولي"

وحدت څنګه پیل شو اؤ تګلاره یې څه پاتې شوې؟

د پېښور نه چاپ کېدونکي وحدت ورځپاڼې په اړه ځايي خبريالان وايي دا اخبار هغه وخت مېدان ته راغلو کله چې په افغانستان کې جګړه روانه وه او دا چې دې نه وړاندې خو د پښتو ژبې مجلې وتلې ولې په وړومبي ځل د دې ورځپاڼې خپریدل پیل شول.

د يادې ورځپاڼې په اړه پېښور کې مېشت خبریال شميم شاهد وايي په ړومبیو ورځو کې دې ورځپاڼې يوازې څلور پاڼې لرلې. خو وروسته د حکومتي مرستې سره يې خپریدونکې پاڼط اتوؤ ته ورسېدې.

هغه وایي د وړومبۍ ورځې نه وحدت ورځپاڼې د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالسي مخ په وړاندې بوتلې ده.

" په افغانستان کې چې د 11/9 پېښې نه وروسته کوم د جوړ جاړي خبرونه شروع شو نو د مجاهدينو ډلو غړي هم د هغې امن پروسې برخه جوړ شول، نو هغوئ هم دا غوښتل چې وحدت دې د افغانستان په امن کې خپل کردار ولوبوي او افغانستان کې چې کوم سياسي عمل دی د هغې دې مرسته وکړي"

کابل ته یې په څه سترګه کتلي اؤ پېښور ته ؟

خو ښاغلی شاهد زیاتوي "خو له بده مرغه داسې ونه شول ځکه چې دوحدت خپله مجبوري وه که د پاکستان دولت کومه خبره د سياسي عمل په حق کې کوله نو هغه به کېدلی شوه خو ددې پرته بله خبره به نه شوه کېدلی"

د وحدت ورځپاڼې مدیر سید هارون شاه بیا دا تور نه مني چې ګنې وحدت یوازې دپاکستان دحکومت افغان پالیسي په وړاندې وړې ده اؤ وایي وحدت په هر رقم حالاتو کې خپله غیرجانبداري پځائ ساتلې ده.

وي او ای ډیوه ته سید هارون شاه وویل "دا اخبار خو پیر صیب(سید سفید شاه همدرد) شروع کړی د لر وبر پښتنو د خدمت دپاره ؤ ، مونږ دپښتنو ترمنځ دیووالي،مینې ،امن اؤ ورورولۍ په پالیسۍ ګامزن پاتې شوي یو اؤ تل مو دهغه څه طرفداري کړې ده چې ددې سیمې اؤ‌ خلکو په خیر وي"

هغه "وایي که تاسو د وحدت ریکارډ راپورته کړئ نو درته به وښکاري چې مونږ پخپلو ادارئیو کې دکابل په هکله د اسلام اباد ناسمو ګامونو باندې هم تنقید کړی اؤ که کابل نه چا دپښتنو د ورورولۍ اؤ دسیمې دامن خرابولو کوشش کړی په هغې هم تنقید کړی دی"

د وخت دنامتو ادیبانو وحدت سره تړون

د څېړونکو ترمخه وحدت ورځپاڼه د 1970 په لسيزه کې پير سید سفېد شاه همدرد پیل کړې وه اؤ دې ورځپاڼې سره د وخت سترو ،سترو خبریالانو اؤ ادیبانو کار کړی دی.

د وحدت ورځپاڼې وړومبی ایډيټر نامتو ادیب،محقق اؤ نقاد قلندر مومند ؤ ،

تر دې وروسته ستر لیکوال اؤ دسلګونو کتابونو مصنف اؤ مولف ښاغلی همیش خلیل، ستر شاعر ارواښاد اجمل خټک،ارواښاد ایوب صابر،ارواښادمراد شینواری،حیران خټک،سلیم راز،سعدالله جان برق،محب الله شوق،اباسین یوسفزئ اؤ داسې نور دنامې جامې لیکوال ددې ورځپاڼې سره وابسته پاتې شوي دي.

د وحدت ورځپاڼې بنسټ اېښودونکي او سترمدير پير سفېد شاه همدرد ته د پاکستان حکومت تمغه حسن کارکرګي او تمغه امتياز او د افغانستان حکومت ورته افغان صدارتي جايزه هم ورکړې وه۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG