لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیښور ثریا بي بي څو کاله پس د عدالت نه انصاف ترلاسه کړو؟


د پېښور هايي کورټ وکیله عنبرین ګلزار وايي ښځو له په عدالتونو کې د وراثت، کورني تشدد او حق مهرپه مقدمو کې خپل حقونه ترلاسه کول څه اسان کار نه دی.

د وي او ای ډیوه ٫٫ د میرمنو غږ٬٬ خپرونه کې د خبرو اترو په مهالمیرمن عنبرین زیاتوي ٫٫ پښتنې ښځې اول خو په اسانه عدالت ته نه شي راتلی، او که څوک لاړ هم شي نو د عدالت کلونو اوږدو تاریخونو د لاسه د خپل حق نه محرومه پاتې شي.٬٬

میرمن عنبرین په وینا ښځې عدالت ته د راتلو وړاندې هڅه کوي په جرګو او مرکو خپلې قانوني لانجې سر ته اورسوي. او کله چې په دغو جرګو خبره سمه نه شي نو بیا په اخره کې عدالت ته راشي.

د خیبر پښتونخوا په عدالتونو کې د ښځو سره تړلو مقدمو په اړه عنبرین ګلزار وايي ٫٫ دا مهال ورسره تر ۳۵ پورې د ښځو قضیې دي، په دغو کې زیات تره د وراثت، حق مهر، ذهني او جسماني کورني تشدد دي.٬٬

د میرمن عنبرین په وینا یواځې د پیښور ضلعي ۷۰۰۰ د کورنیو شخړو مقدمي دا مهال په هايي کورټ کېد اوریدو په تمه دي، خو زیاتوي د ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ پورې مقدمې په منځ کې پاتې شي ځکه خلک دغه مقدمې د مالي بوج د لاسه روانې نه شي ساتلی.

د ښځو لخوا عدالتونو ته راتلونکې مقدمو په اړه د پیښور هايي کورټ دغه وکیله وايي زیات تره پښتنې ښځي ګڼي چې کله یوه قضیه عدالت ته لاړه شي نو پکار ده په څو ورځو کې حل شي. خو وړاندې وايي عدالتي نظام خپل یوه طریقه کار لري او کله کله دغه نظام لږ پیچلی یا ګران هم وي.

د یوې پښتنې میرمنې ثریا بي بي د قضې په اړه د خبرې په وخت میرمن عنبرین وايي ٫٫ د ثریا بي بي د حق مهر قضیه په عدالت کې تر څوارلسو کالو روانه وه. او فیصله يې هم هغه وخت وشوه کله چې په ځايي میډیا کې د ثریا بي بيمرکه راغله، د هغې وروستو عدالت دغه قضیه په سمدستي توګه د حل کولو فیصله وکړه، خو بیا هم دغه میرمن ته خپل حق ۱۴ کاله پس د عدالت لخوا ورکولو امر وشو.٬٬

د میرمن عنبرین په وینا په پاکستان کې ښځو ته سمدستي د انصاف ترلاسه کیدو لپاره د پارلیمان له خوا اېیني بدلونونه پکار دي چې خلکو ته زر تر زره انصاف ترلاسه شي.

د وي او ای ډیوه ٫٫ میرمنو غږ٬٬ کې د میرمن عنبرین ګلزار دغه معلوماتي خبرې په لاندیني لنک اوریدی شئ. د پروګرام کوربنه وږمه جالاوان ده.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 1:00:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG