لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پيټروليم مصنوعاتو بیعو کې د اضافې ته د سياسي گوندونو غبرگون


د پيټروليم مصنوعاتو بیعو کې د اضافې ته د سياسي گوندونو غبرگون
د پيټروليم مصنوعاتو بیعو کې د اضافې ته د سياسي گوندونو غبرگون

پاکستان کې دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کې د13ؤ فيصدو پورې اضافې په ضد يو شمير سياسي گوندونه اواولس احتجاج کوي او وائي چې ددې په وجه به گرانۍ کې تر ډيره حده اضافه وشي او دغريب اولس په ژوند به دنورو ستونزو سره مخ شي.
دپاکستان دمسلم ليگ(ن) گوند مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف دحکومت لخوا دتيلو په نرخونو کې داضافې کولو په پريکړه غبرگون څرگند کړى او وئيلي يې دي چې کۀ چرې حکومت په بډو رشوتونو قابو موندلى وى نو دتيلو په نرخونو کې به داضافې کولو هيڅ ضرورت نۀ پيښيدو.
ايم کيو ايم هم دتيلو په نرخونو کې داضافې په فيصله خوښ نۀ دى او حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې بايد خپله پريکړه واپس واخلي.
دسندهـ گورنر عشرت العباد صدر، وزيراعظم او داخله وزير رحمان ملک ته ټيلي فون کړى او دتيلو په نرخونو کې داضافې په فيصله يې هغوي دمتحده قومي موومنټ دتحفظاتو څخه خبر کړي دي.
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي نائب صدر حاجي عديل دتيلو په نرخونو کې داضافې په حقله خپل غبرگون کې وئيلي دي دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کې اضافه دپارليماني کميټۍ دمشورې نه بغير وکړل شوه چې نتيجې يې خطرناکې راوتلى شي.
دتيلو او گيسو دنرخونو مقررونکې سرکاري ادارې اوگرا دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کې د9ؤ څخه تر 13ؤ فيصدو پورې داضافې اعلان کړى چې ديکم اپريل څخه به پرې عمل کولى شي.
ددې فيصلې په ذريعه دپيټرولو نرخ کې 6 روپۍ،98 پيسې، دډيزلو نرخ کې 10 روپۍ 65 پيسې او دخاورو تيلو نرخ کې 9 روپۍ 65 پيسې ديو ليټر پسر اضافه شوې ده.
داسلام اباد په يو پيټرول پمپ موجود تاثيراحمد نومې تن وائس اف امريکا ته وويل په پيټروليم مصنوعاتو کې داوسنۍ اضافې نۀ کولو نه علاوه حکومت په نورو ذريعو سره هم محصولاتو کې اضافه کولى شوه.
هغه وويل پيټرول داسې څيز دى چې اثر يې دنورو شيانو په نرخونو پريوځي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دجمعې په ورځ دسينيټ غونډه کې دپيټروليم مصنوعاتو کې په اضافې دخپل بيان ورکولو په مهال وويل په نړيوال مارکيټ کې دتيلو نرخونو کې اضافه شوې او دهغه حکومت پرې هيڅ رقم کنټرول نۀ لري.
هغه زياته کړه حکومت په نړيواله کچه دتيلو دنرخ په نسبت هيواد کې دپيټروليم مصنوعاتو نرخ کمولو لپاره تر دې مهاله د35ؤ اربو روپو سبسډي( اقتصادي مرسته) ورکړې ده.
وزيراعظم وويل چې دهغه حکومت په اولس دبوج کمولو لپاره دتيلو قيمتونو کې په رعايت غور کولى شي او ددې لپاره هغه دخزانې وزير ته امر هم کړى چې هغه دې دسياسي گوندونو مشرانو سره دخبرو اترو له لارې ددې ستونزې حل راوباسي.
هغه ايوان ته وويل دپاکستان شمار دنړۍ په هاغو هيوادونو کې کيږي چرته چې په پيټروليم مصنوعاتو دټيکس کچه تر ټولو کمه ده.
وزيراعظم وويل اولس دې دهيواد گټه کې دتيلو، گيسو او بجلۍ په استعمال کې بچت وکړي.
له دې واندې په سينيټ کې دحزب اختلاف گوندونو غړو دتيلو نرخونو کې په اضافه دحکومت په پريکړه نيوکه او وې ويل چې دپيټروليم مصنواتو نرخونو لپاره جوړو دسياسي گوندونو کميټۍ سره دمشرې پرته دغه فيصله وشوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG