لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فایزر کمپني وايي د کرونا وایرس په ضد وېکسین یې د ۹۰ فیصد نه زیات موثر دی


صدر ټرمپ او نو منتخب صدر جو بایډن د فایزر د اعلان هرکلی وکړو
صدر ټرمپ او نو منتخب صدر جو بایډن د فایزر د اعلان هرکلی وکړو

فایزر نومې دوا جوړونکي کمپنۍ ویلي د کرونا وایرس په ضد د ممکنه وېکسین ورستۍ ازموینې ښايي چې دغه وېکسین د ۹۰ فیصد نه زیات موثره دی.

د فایزر مشر البرټ بورلا د ګل، دوشنبې، په ورځ د وېکسین د دریم پړاو د ازموینو په لړ کې دغه اعلان وکړو. فایرز د بایوټېک کمپنۍ سره په شریکه د کرونا وایرس په ضد د وېکسین په تیارۍ کار شروع کړی دی.

کمپنۍ په خپل بیان کې وویل چې د ازموینو لومړۍ مطالعې ښايي دغه ممکنه وېکسین یو صحت مند تن د کرونا وایرس نه د محفوظ ساتلو په لړ کې د ۹۰ فیصد نه زیات موثره دی.

بیان وايي د ازموینې د معلوماتو تجزیه د څارنې یوې ازادې ډلې کړې چې پکې په یوازې ۹۰ کسانو کرونا وایرس مندل شوی دی. د ممکنه وېکسین په ازموینه کې په امریکا او پنځو نورو ملکونو کې ۴۴۰۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د فایزر مشر البرټ بورلا په خپل بیان کې وویل د ازموینو نتیجې څرګندوي چې د خلکو اکثریت چې دغه ممکنه وېکسین واخلي د کرونا وایرس نه محفوظ پاتې کېدلی شي. خو هغه خبرداری وکړو چې آیا دا وېکسین محفوظ دی؟ دا خبره لا نورو معلومات ته اړتیا لري. هغه وویل په بیړني حالاتو کې د استعمال دپاره به ممکنه ده چې دغه وېکسین د نومبر په ورستیو ورځو کې ترلاسه کېدلی شي.

په امریکا کې د یو نه بل ته د ناروغو د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر انتوني فاوچي ویلي هغه د یو داسې وېکسین په تکل کې دی چې د افادیت کچه یې ۵۰ فیصد نوي نو هم به ښه وي.

صدر ډانلډ ټرمپ د توېټر دلارې د فایزر کمپنۍ د اعلان هرکلی وکړو او وه یې وېل دا لوې خبرې دی او له امله یېسټاک مارکېټ پورته تللی دی .

نو منتخب صدر جو بایډن هم د فایزر د اعلان هرکلی وکړو خو وه یې وېل د کرونا وایرس په ضد کار لا سر ته نه دی رسېدلی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG