لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلپائن: سمندري طوفان کې دمړو شمير 400ؤ نه سوا شوې


دبهوپا نومې دغه سمندري طوفان له امله زرگونو کورونو ته هم زيان رسيدلى دى
دبهوپا نومې دغه سمندري طوفان له امله زرگونو کورونو ته هم زيان رسيدلى دى
دزيارت په ورځ چارواکو وئيلي دي په فلپائن کې دراغلي سمندري طوفان له امله دمړو شوؤ کسانو شميره 477ؤ ته رسيدلې او ددغه هيواد حکومت دنړيوالې مرستې غوښتنه کړې ده.
فلپائن کې امدادي غړي دسخت سمندري طوفان له امله داغيزمنو زرگونو بې کوره شوؤ خلکو په بيړني امداد کې بوخت دي.
ددغه طوفان له امله تر دې مهاله په سلگونو کسان بې درکه هم دي چې دهغوي دکورنۍ غړي په ملبه او خټو کې دلت پت مړو پيژندگلو کوي.
دبهوپا نومې دغه سمندري طوفان له امله زرگونو کورونو ته هم زيان رسيدلى دى.
دطوفان په نتيجه کې دسختو بارانونو او هواگانو له امله سړکونو، پلونو، بجلۍ او دمواصلاتو نظام ته داوښتي سخت زيان له امله دزيارت په ورځ هم تر ټولو سيمو پورې امدادي غړي نۀ دي رسيدلي.
دچارواکو ترمخه دبې درکه شوؤ 379ؤ کسانو دلټې او يو لک او 80ؤ زرو اغيزمنو کسانو سکولونو او سرکاري ودانو کې دابادولو لپاره کار روان دى.
دزيارت تر ورځې پورې دغه طوفان دفلپائن لويديز کې جنوبي بحيره چين ته منتقل شوى او داسې اندازې څرگندولى شي چې دغلته دا دويتنام يا چين سره ټکر کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG