چارواکي وايي د وسله والو په یو غلچکي برید کې یو افغان پایلټ وژل شوی.
د چارواکو تر مخه په کندهار ښار کې نن د ډسمبر په 30 مه د ولایت مقام سره نژدې وسله والو په يو افغان پایلټ مسعود احمدحمله کړې وه.
تر اوسه چا د دې بريد مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.
له افغانستانه د وي او ای اشنا څانګې خبریال عزیزالله پوپل خبر ورکړی چې په کندهار کې د افغان هوایي ځواک ددغه پایلټ د وژلو او په افغانستان کې د هدفي وژنو په زیاتوالي سره د افغانستان جمهوري ریاست طالبان ددغه ډول بریدونو مسول ګڼلي دي.
د کندهار يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د کندهار د دوهمې هوايي لوا نظامي پایلټ مسعود احمد په پېښه کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي په مسعود احمد حمله هغه وخت وشوله چې د ولايت مقام سره نزدې د فابرکې د سرای سره روان ؤ.
افغان چارواکو ددغه پېښې غندنه کړیده.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
"په څو تیرو اونیو کې کابل د ترهګریز بریدونو شاهد و چې د طالبانو د جنګي کړنلارې؛ برید او انکار، په توګه پرمخ بیول کیږي. ددغو بریدونو هدف د ویرې، ناهیلۍ او د خلکو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د فاصلې د ایجادول دي."
مسعود احمد د کندهار اوسيدونکی و او د ځوانو نظامي پيلوټانو له ډلې څخه بلل کيده.
هغه په چک جمهوريت او متحده عربي اماراتو کې د پایلټۍ زده کړې کړې وې.