په خیبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې سیاسي مشرانو، مدني فعالينو او عام اولس په هیواد کې په سر شمېرو نيوکي کړي دي او واي په دغه شمېرو کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوی ده.
د مدني ټولنې فعال ډاکټر سید عالم محسود واي په تېرو څو کلنو کې پښتانه د جگړې د لاسه د کډوالۍ ژوند تیروي د څه په وجه چې هغه په دغه شمېرو کې نه دي شمارل شوي.
دعوامي نیشنل گوند سینټر افراسياب خټک ويلي پاکستان تل د پښتنو برخه والې ده، هغه واي په سر شمېرونو کې پښتانه ځکه کم ښکاره کړې شوي دي چې په قا مي وسيلو کې کې ورته کم وېش ورسي.
دپاکستان د ګډو ګټو کونسل هېواد کښې د شوي شپږمې سرشميرنې ورستو ويلي دي د هېواد ټوله ابادي ٢۰ کروړه، ٧٧ لکه او ٧٠ زره ته رسيدلې ده .
د شمارياتو د نتيجو مطابق د خيبر پښتونخواه ابادي ٣ کروړه ٥ لکه او د فاټا ابادي ٥٠ لکه د پنجاب ابادي ١١ کروړه ١٢ زره ، د سند ابادي ٤ کروړه او ٧٨ لکه او د بلوچستان ابادي ١ کروړ او ٢٣ لکه ښودلې شوېده.
په دې موضوع د ډیوه د خبریال احسان محمد خان یو رپورټ اورېدلې هم شئ