لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان انتخابي کمیشن د پښتونخوا ملي عوامي ګوند خفه غړی نا اهله ګرځولی


pak election commission

د پاکستان د انتخاباتو قامي کمیشن د پښتون ملتپاله ډلې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی منظور احمد کاکړ نا اهله ګرځولی او د کوټې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ پي بي ۶ يې خالي ګرځولی.

منظور احمد کاکړ تیره میاشت د بلوچستان د اعلا وزیر د څوکۍ لپاره کیدونکې ټاکنو کې د خپل ګوند د کاندید پرځاې د خپلې خوښې کاندید (اعلا وزیر) ته راېې ورکړی وه او د خپل ګوند د فیصلې برخلاف د نوي اعلا وزیرمیر عبدالقدوس بزنجو په کابینه کې هم شامل شوی وو.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند فیصله کړې وه چې دوي به په نوي کابینه کې نه ورګډیږي خو منظور کاکړ په نوي کابینه کې د امدن وزیر ټاکل شوی وو.

د منظور کاکړ د دغې ګامونو وروسته په صوبايي اسمبلۍ کې د ګوند پارلیماني لیډر عبدالرحیم زیارتوال ښاغلي منظور کاکړ ته شو کاز نوټس جاري کړی وو او د انتخاباتو کمیشن ته يې د هغه پرضد خواست هم جمع کړو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزۍ د انتخاباتو کمیشن ته خواست کړی وو د پارټۍ د فیصلې پرضد راېې ورکولو په سر دې منظور کاکړ د خپلې څوکۍ نه لرې کړي.

د پاکستان د انتخاباتو قامي کمیشن په خپله فیصله کې منظور احمد کاکړ د خپلې څوکې نه لرې کړی او د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ د غړو د نوملړ نه يې هم د هغه نامه وېستلې. د بلوچستان د انتخاباتو صوبايي کمیشن هم د سېنټ په انتخاباتو کې د ښاغلي کاکړ نامه د ووټ اچونکو نوملړ یا وټر لسټ نه لرې کړی دی.

د منظور احمد کاکړ ځېڼو نژدې ملګرو د پاکستان یوې ورځپاڼې ته ویلي هغه به ډیر زر په الیکشن کمیشن کې د دغې فیصلې پرضد خواست جمع کوي.

XS
SM
MD
LG