لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: دغورځيدلې الوتکې کې 152 کسان وژل شوي دي


اسلام اباد: دغورځيدلې الوتکې کې 152 کسان وژل شوي دي

د شورو په ورځ دپاکستان دکراچۍ ښار څخه پلازمينې اسلام اباد ته روانه دشخصي کمپنۍ يوه الوتکه داسلام اباد سره نزدې دمارگلې په غرونو کې غورځيدلې ده او پکې 152 کسان وژل شوي دي .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مطبوعاتو ته ویلي دي غورځيدلې الوتکې کې ټول مسافر او د عملې غړو په گډون 152 کسان وژل شوي دي.
په الوتکه کې دوژل شوؤ کسانو دراويستلو دپاره پاکستاني پوځونو او خيريه موسيسو فعاليتونه پيل کړي او دپاکستان حکومت ددغه پيښې له امله په ټول هيواد کې ديوې ورځې دماتم اعلان کړى دى.
دسرچينو له مخې دغه جهاز سحر مهال دکراچۍ دهوائي اډې نه روان شو خو کله چې هغه په اسلام اباد کې دبې نظير بوټو دهوائي اډې نه يواځې د اتوؤ کلو ميټرو په فاصله کې ؤ نو په دغه مهال دمارگلې دغرونو سره ټکر شوه چې له امله يې په دغه جهاز اور ولگيدو.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په دغه هکله وئيلي دي دپيښې څخه وروستو امدادي هلې ځلې روانې دي چې پکې هيلي کاپټرې هم برخه اخلي.
هغه وويل په يوه پراخه سيمه کې دغه الوتکه راپريوتې او دامدادي غړو څخه علاوه دپوليس او رينجرز ځواکونه هم دپيښې ځايې ته دجاج اخستو لپاره تللي دي.
خو سرچينې وائي دمارگلې دغرونو او پکې دگڼو ځنگلونو له امله په امدادي کارروائيو کې امدادي غړي دسختو ستونزو سره مخ دي.
دکورنيو چارو وزرير وويل دجهاز دتباه کيدو په پيښه کې ژوبل شوي پينځه کسان دهيلي کاپټر په ذريعه هسپتال ته رسول شوي او داسلام اباد په ټولو هسپتالونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
نوموړي دا هم وويل چې دپيښې په ځايې کې ځينې مړي اوس هم پراتۀ دي.
په سرکاري توگه ددغه پيښې وجه نۀ ده ښودل شوې خو انديښنه څرگندولى شي چې دغه الوتکه دموسم دخرابتيا له امله دمارگله دغرونو سره لگيدلې ده.
په ډاگه دې وي چې په اسلام اباد کې دتيرو دوؤ ورځو څخه په دمې دمې سره دبارانونو لړۍ روانه ده او اوس مهال دمارگلې په غرونو کې دجهاز تباه کيدو له امله اور لگيدلى او دپيښې دځايې څخه لوگي خيژي.
دائير بليو دوياند راحيل له مخې دپيښې ښکار شوې ائير بس 320 الوتکه يوه عصري او جديده الوتکه وه چې پکې کوم رقم تکنيکى خرابي نۀ وه.
هغه وائي پيښه داسلام اباد په ائيرپورټ دلينډ څخه وړاندې رامينځته شوې خو دپلټنو څخه وروستو به ددغه الوتکې دتباه کيدو وجوهات مخې ته راشي.

XS
SM
MD
LG