لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني وائي دسياسي نظام په اړه دفکرمندۍ ضرورت نشته


وزیراعظم گیلاني د میډیا سره خبرې کړې
وزیراعظم گیلاني د میډیا سره خبرې کړې

دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دشورو په ورځ وئيلي دي دسياسي نظام په اړه دفکرمندۍ ضرورت نشته ځکه چې په هيواد کې دپارليمنټ، ائين، ازادې عدليې ، ازادې ميډيا او فعالې مدني ټولنې په موجوديت کې يو باثباته سياسي نظام وجود لري.

ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل چې پارليمنټ او عدليه دائين مطابق خپل کردار ترسره کوي.

کله چې وزيراعظم څخه په سپريم کورټ کې دهغه په ضد دعدالت دسپکاوي دکارروايۍ په اړه پوښتنه وشوه نو وې وئيل دغه معامله تر عدالتي غور لاندې ده.

وزيراعظم وويل دوه ملگري چې دهغوي څخه يو عدليه بحال کړې او بل ددغه بحالۍ لپاره دتحريک مشري کړې وه اوس دسپريم کورټ په وړاندې پيش کيږي.

گيلاني وويل پارليمنټ يو ذمه وارانه کردار ادا کوي او دى داتلس کروړه اولس داستازي په توگه خبره کوي.

دهغه وينا وه چې په کابينه کې ردوبدل دمعمول معامله ده خو ددۀ استعفي به عامه معامله نۀ وي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دنيټو سپلا ئي نۀ خو ديو مذهبي سياسي اتحاد دفاع پاکستان کونسل په وينا اودرول شوې نۀ او به هم ددغه اتحاد په وينا پرانستل شوې.

گيلاني وويل دپاکستان پيپلز گوند حکومت ټولې فيصلې دخپلو ائتلافيانو سره په شريکه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG