لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي په حامدمير بريد کوؤنکي به بې نقابه کوؤ


وزيراعظم نوازشريف وايې په پېښه کې د ککړو ملزمانو مالومول زمونږ دپاره چيلنج دی
وزيراعظم نوازشريف وايې په پېښه کې د ککړو ملزمانو مالومول زمونږ دپاره چيلنج دی
د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وائي ، حامدمير باندې حمله افسوسناکه ده او د دغه بريد په اړه به عدالتي کميشن جوړولی شي .
وزيراعظم ميا نوازشريف نن د گل په ورځ د کراچۍ په شخصي روغتون کې د ياد صحافي حامدمير تپوس له ورغی ، او په دغه مهال يې ميډيا سره خبرو کې ووئيل حامدمير باندې د شوي بريد پوليس پلټنې کوي ، او په دغې لړ کې حکومت سترې محکمې ته د درې ججانو د يو عدالتي کميشن جوړولو خواست هم کړی دی .
د راپورونو ترمخه د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جيلاني د حکومت په خواست د عدالتي کميشن دپاره د درې ججانو نومونه هم ټاکلي دي .
ياد صحافي حامدمير باندې د خالي په ورځ کراچۍ کې د نامالومه کسانو لخوا يو بريد شوی ؤ ، چې پکې هغه ژوبل شوی ؤ ، او وس يې هم لا په روغتون کې درملنه روانه . د روغتون د سرچينو په وينا د نوموړي روغتيايي حالت د خطرې نه بهر دی .
حامدمير باندې د شوي بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې ، او پوليس چارواکي وائي د پېښې پلټنې يې پيل کړي دي .
خو په نوموړي د بريد لږه شيبه وروستو د هغه ورور عامرمير يو ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي ؤ ، چې حامد مير ورته دا خبره کړې وه که چرته په هغه حمله وشوه نودا به پرې د پاکستان استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او د دغې ادارې مشر لفټننټ جنرال ظهيرالسلام کړي وي .
خو د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار په ائي ايس ائي او د ادارې په مشر دغه تور افسوناک گرځولی ، او د پېښې د ازادو پلټنو غوښتنه يې کړې وه .
وزيراعظم نوازشريف وايې په پېښه کې د ککړو ملزمانو مالومول زمونږ دپاره چيلنج دی ، او مونږ به پوره هڅه کوؤ چې دغه کسان په ډاگه کړو .
نوموړي په خپلو خبرو کې ووئيل کراچۍ کې د وران کارو په ضد عمليات روان دي ، او ښې نتيجې يې مخې ته راغلي دي . ولې د هغه وينا وه چې په ټول هېواد کې د څو کلونو راهسې بدامني روانه ده او مونږ يې د قابو هڅه کوؤ .
وسله والو طالبانو سره د امن خبرو اترو د تپوس په جواب کې نوازشريف ووئيل ، چې په دغې لړ کې مونږ د ډېرې مودي راسې هڅه کوؤ . خو کله کله خبرې گډې وډې او بل پله لاړې شي .
هغه ووئيل مونږ د خپل اړخه پوره په اخلاص سره هڅه کوؤ که د خبرو اترو د لارې مسله حل شي ، نو دا به د ټولو په گټه وي .
له دې وړاندې کراچۍ ته په رارسېدو د نوموړي په مشرۍ کې په هوائي ډگر د ښار د امنيت په اړه يوه غونډه شوې ، چې پکې مرکزي وزيراطلاعات پرويز رشيد ، د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ، گورنر عشرت العباد ، وزيراعلي قائم علي شاه او د پوليس او رينجر چارواکو گډون کړی دی .
د راپورونو ترمخه غونډه کې د پوليس او رينجر چارواکو ښار کې د وران کارو په ضد د روانو هدفي عملياتو تفصيل وړاندی کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG