لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرو مقابلې لپاره شهباز شریف امنیتي ادارو ته دعصري وسلو ورکولو امر کړی


دخالي په ورځ اسلام اباد کې دامنیت په اړه دلوړې کچې د راجوړې شوې یوې غونډې دمشرۍ کولو په مهال وزیراعظم د وفاق اؤ صوبو ترمنځ دتماسونو اؤ همغږۍ په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی
دخالي په ورځ اسلام اباد کې دامنیت په اړه دلوړې کچې د راجوړې شوې یوې غونډې دمشرۍ کولو په مهال وزیراعظم د وفاق اؤ صوبو ترمنځ دتماسونو اؤ همغږۍ په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی

پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا دسیوا شوو بریدونو نه وروسته وزیراعظم شهباز شریف اړونده چارواکو ته امر کړی دی چې قانون پځائ کوونکو ادارو ته باید عصري وسلې ورکړل شي.

شهباز شریف ویلي خپلو وګړو ته تحفظ ورکول دحکومت وړومبۍ ذمه واري ده اؤ دامنیت په چارو کې به هیڅ رقم کوتاهي یا لاپرواهي ونه زغملی شي.

دخالي په ورځ اسلام اباد کې دامنیت په اړه دلوړې کچې د راجوړې شوې یوې غونډې دمشرۍ کولو په مهال وزیراعظم د وفاق اؤ صوبو ترمنځ دتماسونو اؤ همغږۍ په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

هغه چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې په ټولو صوبو کې دې دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمو دتوان سیوا کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دخالي په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم په مشرۍ دا مهمه غونډه له هغې وروسته راجوړه کړل شوې وه چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونودترهګرو لخوا ترسره شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر عسکر وژل شوي دي.

دترهګرو دبریدونو په مهال په مطبوعاتو داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې افغانستان کې دناټو اؤ امریکې نه پاتې شوې عصري وسلې ترهګرو ته په لاس ورغلي اؤ هغوئ پرې پاکستان کې امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

دخیبر پښتونخوا دپولیسو پخواني مشر معظم جاه انصاري هم ددې اطلاعاتو پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ ترهګرو سره داسې جدیدې وسلې دي چې دشپې په تیاره کې هم خپل هدف په نخښه کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي وزیراعظم شهباز شریف اړوند چارواکو ته امر کړی چې امنیت ساتونکي عسکر هم باید په عصري وسلو سمبال کړل شي.

رسنۍ وایي وزیراعظم شهباز شریف د صوبو اؤ مرکز ترمنځ دتماسونو اؤ همغږۍ پیاوړي کولو لپاره دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ته د څلورو واړو صوبو دسفر لارښوونه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دامنیت ټینګښت دحکومت اولینه ذمه واري ده اؤ په دې کې به هیڅ رقم کوتاهي نه زغمل کیږي.

د جنورۍ په 30مه نیټه دپیښور په پولیس لاین په جومات کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې 84 کسان وژل شوي اؤ تر200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

له دغه برید وروسته پېښورکې د وزیراعظم په مشرۍ راجوړه شوې دایپکس کمیټۍ غونډه کې دهیواد سیاسي اؤ پوځي مشرتابه هیواد کې دامنیت دټینګښت په اړوند مهمې پریکړې کړې وې اؤ ویلي یۍ وؤ چې ترهګرۍ ته به په هر ډول شکست ورکول کیږي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي دایپکس کمیټۍ پرېکړې باید عملي کړل شي اؤ په دې لړ کې دې صوبو سره جوختو تماسونو دوام ورکړل شي.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده.

د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG