لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : د مسلم ليگ (ن) ډلې د صوبائي اسمبلۍ غړی تښتول شوی


تښتول شوؤ کسانو د هغه په سرپينځه کروړه روپۍ تاوان غوښتی دی .
تښتول شوؤ کسانو د هغه په سرپينځه کروړه روپۍ تاوان غوښتی دی .

د پاکستان پنجاب صوبې د پنډۍ بهټيا سيمې نه نامالومه کسانو د مسلم ليگ (ن) ډلې د صوبائي اسمبلۍ غړی رانا جميل حسن تښتولی دی . او تښتول شوؤ کسانو د هغه په سرپينځه کروړه روپۍ تاوان غوښتی دی .
د پوليسو په وينا د پنجاب اسمبلۍ غړی د رانا جميل حسن نن د خالي په ورځ په داسې حال کې تښتول شوی ، چې نوموړی د کورنۍ د يو غړي سره اسلام اباد ته په لار ؤ .
د رانا جميل حسن کوروالا وئيلي ، تښتول شوؤ کسانو د هغه د پرېښودو په سر پينځه کروړه روپۍ تاوان غوښتی ، او په دوه ورځو کې يې د تاوان نه ورکولو په سر سختې دهړکې هم راکړي دي .
پوليس چارواکي وائي د پېښې مقدمه يې درج کړې ، او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د مسلم ليگ (ن) ډلې تښتولی شوی غړی د پنجاب د ننکانه صاحب د علاقې د صوبائي حلقې پي پي ۱۷۴ نه په ټاکنو کې بريالی شوی ، او د پنجاب اسمبلۍ غړی جوړ شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG