لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د ښځو مشاعره


د سوات د سیدو شریف کالج د پښتو څانګې په نوښت د پښتنو شاعرانو یوه مشاعره شوې چې ګڼو پښتنو ښځینه شاعرانو په کې ګډون کړی دی.

ددې مشاعرې کوربنې هم ښځې وې. په لاندې راپور کې مو درته د ښځینه شاعرانو د شعرونو بیلګې راخیستې دي

شاعرې نازیه دراني د خپل نظم په یوې برخه کې وویل:

د جانان د مخ ښکلا مې په زړګي باندې ورېږي

څومره ښکلي احساسات دي، څه مخموره کیفیات دي

یخ یخ څاڅکي د باران دي خو اورجن غوندې لمحات دي

څومره ښکلې نظارې دي، خو ترخې ترخې لمحې دي

نیلم ارزو پکې داسې یو نظم وړاندې کړ.

په زهن کې فکرونه دي تاویږي را تاویږي

وحشت دی عذابونه دي تاویږي را تاویږي

یو څو سړي راغلي دي یو پیټی ورسره دی

فساد دی او شرونه دي تاویږي را تاویږي

دا ستا د مینې خوند دی چې خوبونه مې رنګین شول

بنګړي دي امیلونه دي تاویږي را تاویږي

ډاکټر نرګس ادا خپل دا نظم وړاندې کړ.

یاره د سپرلي مستو وږمو کې رانه ورک شولې

په خوشبو کې رانه ورک شولې

په مینه کې دې زور وه ځکه زه دې لیونۍ کړمه

ګرځم تا پسې په سرو غرمو کې رانه ورک شولې

زیبا افریدي خپل کلام داسې وویل:

ما ټول عمر خوړلی دی خپل ځان په پېښور کې

یواځې پرېښودلې یم جانان په پېښور کې

دا خلک یې هسې نوم باندې یارانو دوکه کیږي

نه ځمکه شته قسم دی نه اسمان په پېښور کې

شاعرې کلثوم زیب پکې خپل دا کلام وړاندې کړ.

زه د ګجو خان، احمد خان او خوشحال خان لمسۍ

زه یم د رحمان دوعا، پښتو د باچا خان یمه

زه د حمزه لور یم د غني په رڼا ګرځمه

ننګ، پت او وفا زما سنګار دی پښتنه یمه

د غونډې ګډونوالو د ښځینه شاعرانو د شعرونو په ګرمو ولولو سره تود هرکلی وکړ.

(د سوات د سیدو شریف کالج د پښتو څانګې په نوښت د پښتنو شاعرانو د نارینه شاعرانو د شعرونو بیلګې به په بل راپور کې درته راواخلو).

Recommended

XS
SM
MD
LG