لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچ طالب علم په چينایانو د ځانمرګي حملې په لړ کې د تفتیش دلاندې دی، پولیس وايي


په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ زدکوونکو تنظیم ترمخه بیبګر امداد بلوچ په 26 اپرېل په کراچۍ کې د چینايي ژبې په استاذانو د حملې وروسته لاهور کې د پنجاب یونېورسټۍ څخه نیول شوی دی. په حمله کې درې چینیان او د دوی پاکستانی ډرایور وژل شوي دي

د پنجاب پولیس لاهور های کورټ ته ویلي د پنجاب یونېورسټۍ نه نیول شوی بلوڅ طالب علم بیبګرامداد بلوچ په کراچۍ کې په چینایانو د ځانمرګي حملې په لړ کې تفتیش دپاره نیول شوی دی.

په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ زدکوونکو تنظیم ترمخه بیبګر امداد بلوچ په 26 اپرېل په کراچۍ کې د چینايي ژبې په استاذانو د حملې وروسته لاهور کې د پنجاب یونېورسټۍ څخه نیول شوی دی. په حمله کې درې چینیان او د دوی پاکستانی ډرایور وژل شوي دي.

بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې د کراچۍ د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې حمله ښځې حمله کوونکي کړې ده. امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

بلوڅ زدکوونکي وايي د نیول کېدو راهسې بيبګر امداد بلوچ بې درکه دی او غوښتنه کوي چې هغه دې ازاد کړی شي.

د وي او ای اردو څانګې د رپور‌ټ ترمخه یو خپلوان د بیبګر امداد بلوچ د بازیابۍ دپاره د صوبې تر ټولو لوی عدالت لاهور های کورټ ته خواست کړی دی.

د رپورټ ترمخه، د عدالت په غوښتنه د لاهور پولیس یو چارواکي د بیبګر امداد بلوچ د نیول کېدو په اړه رپورټ پېش کړو چې پکې وېل شوي طالب علم د کراچۍ د حملې په لړ کې تفتیش دپاره نیول شوی دی.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د پولیس په رپورټ کې وېل شوي چې بیبګر امداد بلوچ د اپرېل د میاشت په 28 نېټه د سند پولس د ترهګرۍ ضد څانګې په خپله ولکه کې واخیستلو.

په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ زدکوونکو تنظیم بلوچ کاونسل یونیورسټي اف دي پنجاب ترمخه بیبګر امداد بلوچ په اسلام اباد کې د نمل یونېورسټۍ طالب علم دی او لاهور کې د یو خپلوان ترڅنګ ورغلی و چې امنیتي ادارو د یونېورسټۍ نه ونیولو.

د اردو څانګې په خپل رپورټ کې د پولیس سرچینو له قوله ویلي چې په حراست حې اخیستل شوی طالب علم په کراچۍ کې د حملې نه یوه ورځ مخکې کراچۍ ته تللی و او په ممکنه توګه یې سهولت کاري کړې وي.

په پنجاب يونېورسټۍ کې طالب علمانو د بیبګر امداد بلوچ د بازیابۍ او ازادۍ دپاره احتجاجي ناسته شروع کړې ده.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه بلوچ طالب علمان وايي د پنجاب یونېورسټۍ په هاسټلونو کې د بلوچ طالب علمانو ‌ذاتي تفصیلات اخیستل کېږی او کله د هاسټل انتظامیه او کله نور غیر متعلقه خلک دوی تنګوي.

بلوچ طالب علمانو په سوشل میډیا هغه وډیو هم خپره کړې ده چې په مبینه توګه د بیبګر امداد بلوچ نیول کېدل ښښي.


XS
SM
MD
LG