لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په لکي مروت ضلع کې د ځايي خلکو په مرسته په پوليس چوکۍ وسله د والو بريد په شا تمبول شوی



د لکي مروت ضلعې د پوليسو مشر، ډي پي او، طارق حبيب ترهګر بريد ته د پوليس سمدستي ځواب ستايلی او د بخمل احمدزي قوم شکريه یې ادا کړې چې د پوليسو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي
د لکي مروت ضلعې د پوليسو مشر، ډي پي او، طارق حبيب ترهګر بريد ته د پوليس سمدستي ځواب ستايلی او د بخمل احمدزي قوم شکريه یې ادا کړې چې د پوليسو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي

د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پولیسو ويلي، تېره شپه ناوخته د پوليسو په یوه چوکۍ وسله والو بريد کولو خو د ځايي خلکو په مرسته د "ترهګرو" برید په شا وتمبول شو.

د بريد زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د لکی مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې ویلي، وسله والو د شپې په تياره کې په چوکۍ بخمل احمدزۍ بريد کړی دی.

خو د ځايي خلکو په زړوره مرسته پوليسو بريد ته کلک ځواب ویلی، د تهرمل کېمرو د لارې د ترهګرو د موجودګۍ پته لګول شوې او پوليسو بيا په دوی ډزې کړي دي.

خو داسې څه نه دي وېل شوي چې ایا په ډزو کې وسله والو ته څه نقصان رسېدلی او که نا؟

د لکي مروت ضلعې د پوليسو مشر، ډي پي او، طارق حبيب ترهګر بريد ته د پوليس سمدستي ځواب ستايلی او د بخمل احمدزي قوم شکريه یې ادا کړې چې د پوليسو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي.

نوموړي ويلي، "په راتلونکې کې به هم په ګډه د امن دښمنانو دغه ډول مقابله کوي او د بخمل احمدزۍ قوم مرسته ثابتوي چې د ملک او قوم دښمنان د پوليس او ولس دپاره يو برابر دي".

هغه زياته کړې، ملک دښمنه عناصر به یې په دغه ډول حملو حوصلې ماتې نه کړي.

څو ورځې وړاندې د لکي مروت سربند سیمه کې وسله والو د پوځ په یو کېمپ حمله کړې چې پکې د شپږو پاکستاني پوځيانو د ژوبلېدو ویل شوي وو.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ويلي وو، د شپې په تیاره کې په لسګونو وسله والو د درنو او سپکو وسلو سره برید کړی خو امنیتي ځواکونو د وسله والو برید ته په چټکۍ ځواب ورکړی او وسله وال برید یې په شا تمبولی وو.

د تحریک طالبان پاکستان محمد خراساني په یو لنډ بیان کې د بريد زمه واري منلې او د زیات تاوان اړولو دعوه یې کړې ده.

که څه هم د پاکستان پوځ وخت په وخت په ملک کې د وسله والو خلاف د عملیاتو خبره کوي خو په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې اضافه لیدل کېږي. په دې بریدونو کې د په سلګونو امنیتي عسکر او‌ عام وګړي وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې د وروستیو زیاتره بریدونو پړه پغاړه اخستې ده خو د دې ترڅنګ وسله واله ډله داعش هم وخت په وخت په امنیتي عسکرو د بریدونو پړه په غاړه اخلي.

‏‎پاکستاني چارواکي وايي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د بریدونو لپاره کاروي خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او وايي دوي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.


Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG