د پاکستان په بلوچستان صوبه کې پولیس ویلي د شورو، چهارشنبې، په ورځ جګړه کې يې درې مشکوک ترهګر وژلي دي او په جدا پېښه کې د وسله والو په بريد کې د اېف سي دوه عسکر وژل شوي دي. د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د لاسي بم چاودنې شپږ کسان زخمیان کړي دي.
د پولیس او د مشکوکو وسله والو جګړه د بلوچستان په ږوب سیمه کې رپورټ شوې ده.
د بلوچستان پولیس د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي ویاند پخپل یو لنډ بیان کې ویلي په ږوب کې د ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي هم دي.
پولیس وایي په نښته کې ژوبل شوي عسکر د علاج په غرض روغتون ته رسول شوي دي او په سیمه کې د ترهګرو لټون دوامداره ساتل شوی دی.
پولیسو پخپل بیان کې ویلي چې د وژل شوو وسله والو تعلق د ناچله وسله والې ډلې سره دی خو دهغوي نوره پیژندګلو یې نه ده په ډاګه کړې.
په ږوب کې دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو په لړۍ کې یاته چټکتیا لیدل کېږي او د جون په 12مه د شپې ناوخته ترهګرو د پوځ په چاوڼۍ برید کړی،9 پوځیان په کې وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي وو.
پوځ د دغه برید په مهال د پینځو بریدګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د بريد زمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.
په بلوچستان کې په اېف سي وسله وال بريد د نهې،سه شنبې، په ورځ د قلات په منګوچر علاقه کې شوی دی.
د اېف سي ځواک چارواکو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، د شېخ حاجي پوستې سره نزدې پرې نامعلومو وسله والو برید کړی او دوه عسکر يې وژلي دي.
تراوسه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سيمو کې په امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښې ډلې مني.
د شورو، چهارشنبې، په سهار د کوټې په جواينټ روډ د لاسي بم بريد د اېف سي د چيک پوستې سره نزدې شوی، د يوې ښځې په ګډون په کې پينځه کسان ژوبل شوي دي.
د ډیوه خبریال حفيظ الله شېراني وايي، د کوټې سېول روغتون چارواکو ورته ويلي، شپږ ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي، په ژوبلو کې دوه پوليس او يوه ښځه شامله ده.
چارواکو ويلي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي. د لاسي بم بريد هم چا نه دی منلی.
تر دې وړاندې دمې پر 19مه په ږوب کې د جماعت اسلامي پر امیر سراج الحق ځانمرګي برید شوی، سراج الحق له دغه بریده روغ وتلی خو د هغه د ګوند پنځه فعالین پکې ژوبل شوي وو.
د جولايي پر دويمه د بلوچستان د او پښتونخوا صوبې تر مينځ د شېراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د پوليسو پر چوکۍ وسله وال بريد شوی وو، چارواکو په دغه برید کې د درېو پوليسږ او يو ايف سي عسکر او يو وسله وال بريدګر په ځوابي ډزو کې وژلو ويلي وو.
پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) تېره میاشت پخپل شپږ میاشتنی رپورټ کې ویلي وو، بلوچستان کې د 2023 م په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ 75 پېښې شوې چې په کې 100 تنه وژل شوي او 163 نور ټپیان شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي وو په بلوچستان کې د کال 2022 پرتله په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
Forum