لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ايي خان: بمي چاودنه کې درې پولیس وژل شوي


Dera Ismail Khan, Pakistan
Dera Ismail Khan, Pakistan

تیره شپه د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلع کې د سړک غاړې تهښخ بمي چاودنه کې درې پولیس واله وژل شوي.

د ځايي پولیسو په وینا دغه چاودنه د ضلعې په کلاچي تحصیل په هتاله سړک ترسره شوې. د دغې برید حدف په ګشت روانه د پولیسو یوه ډله وه.

د دغې ډلې مشري د پولیسو ځايي مشر ډي پي او زاهدالله کوله خو هغه پخپله په دغه برید کې بچ پاتې شوی.

پاکستاني مطبوعاتو د ډیره اسماعیل خان د پولیسو لخوا وايي د پولیسو یوه کانواې د هتاله سړک سره نژدې تیریدله چې د ریموټ کنټرول په لار سړک غاړې ښځ بم والوځول شو.

په دغه چاودنه کې درې پولېس والو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د پېښې ژوبل کسان سمدستي د ډي ايي خان ضلعي هسپتال ته رسول شوي.

په خېبر پښتونخوا کې وړاندې هم په پولیسو دغه شان ګڼ بریدونه ترسره شوي او ګڼ شمیر پولیس واله پکې په نخښه شوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG