لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی


د خېبرپښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې نن د ګل، دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی دی. پاکستان کې روان کال د پوليو ۸۶ پېښې رپوټ شوي چې پکې يواځې ۶۴ پېښې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

پېښور کې د پوليو ضد پروګرام د چارواکو په وېنا د کمپاين پرېکړه په تورغر او شانګله ضلعو کې د پوليو د پېښو مخې ته راتلو وروسته شوې ده.

روان کال په تورغر کې د پوليو اووه او شانګله کې يوه پېښه رپوټ شوې ده.

د نن نه پېلېدونکی کمپاين په تورغر، شانګله، مانسهره، کوهستان (بر،کوز،کولۍ پالس)، هري پور، بټګرام، اېبټ اباد، چارسده او مومندو کې کولی شي.

د چارواکو په وېنا په دې کمپاين کې به د پينځه کالو نه د کم عمر ۱۱ لاکه ۹۳ زره او ۲۰۹ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام د بېړني مرکز (اېمرجنسي اپرېشن سنټر) مشر عبدالباسط په مشرۍ غونډه کې ويل شوي چې د کمپاين دپاره ټولې تياريانې نیول شوي دي.

چارواکو ويلي د پوليو کمپاين دپاره د امنيت کلکې تيارۍ نيول شوي دي.

عبدالباسط د ټولنې په ټولو خلکو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او د مستقلې معذورۍ څخه يې وژغوري.

په خېبرپښتونخوا کې پوليو تر ټولو زياتې بنو او لکي مروت ضلعې ځپلي دي. په بنو کې تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۲۳ ده او په لکي مروت کې ۱۷ پېښې رپوټ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG